نړۍ

د دوهم امریکايي ژورنالست وژنې امریکا پارولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت لخوا د امریکايي ژورنالست سټيفن سوټلوف وژنې امریکا پارولې.

د امریکا جمهور رییس باراک اوباما ددغه ژورنالست تر وژنې وروسته عراق ته د ۳۵۰ نورو امریکايي عسکرو د لېږلو امر کړی او همدا راز پر اسلامي دولت د برید لپاره یې د لویدیځو هېوادونو سره اړیکې تر پخوا ګړندۍ کړي دي.

نوموړي همدا راز د سټیون سوټلوف د د وژنې په غبرګون کې وویل چې امریکا له دې څخه په ویره کې نه ده.

اوباما خبرداری ورکړ چې د امریکا لاسونه اوږده دي او «انصاف» به کیږي.

د پنټاګون د مطبوعاتي دفتر سکرتر او د بحري قواو قومندان جون کیربي نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې ددغو ۳۵۰ عسکرو د تګ وروسته په بغداد کې د دوی د عسکرو شمېر ۸۲۰ ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه عسکر په بغداد کې د امریکا د سفارت او امریکايي اتباعو د ساتنې په موخه تللي دي.

اسلامي دولت پر ضد اتحاد

جون کیربي زیاته کړه چې اوباما دغه اونۍ کې د ناټو غړو هېوادونو سره د اسلامي دولت پر ضد د پالیسۍ جوړولو په موخه خبرې وکړي.

همدا راز د اسلامي دولت پر ضد په سیمه کې د قوي بلاک د جوړونې په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دفاع وزیر چاک هیګل او د اوباما مشاوره لیزا موناکو به په نیږدې وخت کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي دولت جنګیالیو پرون د دوهم امریکايي ژورنالست سټیفن سوټلوف د وژنې خبر ورکړ او د هغه ویډیو يې نشر ته وسپارله.

د دغې ویډیو عنوان «امریکا ته دوهم پیغام» دی. په ویډیو کې سوټلوف ښودل کیږي چې په زنګونونو ناست، نارنجي جامې یې اغوستې او تر شا یې یو مخپټی کس د چاړې سره ولاړ وي.

برتانیا ته ګواښ

د سټیون سوټلوف تر وژنې وروسته په ویډیو کې بل بریتانوی «ډیوډ کوثوم هایونز» ښودل کیږي، مخپټی کس ګواښ کوي او وايي چې هغه حکومتونو ته چې د اسلامي دولت پر ضد د امریکا سره اتحاد کوي، پیغام ورکوو چې له دې ځایه ولاړ شي او زموږ خلک پر خپل حال پریږدي.

اسلامي دولت د اګست په ۱۹مه د جیمز فولي د وژنې په ویډیو کې ګواښ کړی و چې که امریکا بمبارۍ بنده نه کړي دوی به سوټلوف ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x