نړۍ

برتانوي مسلمانان داکثريت له کرکې سره مخامخ دي: سعيده وارثي

islam4ukدبرتانيې دحکومت يوې مسلماني وزيري سعيده وارثي ويلي دي چې په دغه هيواد کې مسلمانان له پرله پسې کرکي سره مخامخ دي.

په یوه ويناکې چې آغلي سعيده وارثي به يې نن دانګلستان دليستر په پوهنتون کې واوروي، زياتوي چې دې دواتيکان پاپ ته پدې اړه شکايت هم کړی وو. دآغلي وارثي په وينا پاپ ته يې ويلي چې که په اروپا په تېره بيا په بريتانيا کې دمسلمانانو پرخلاف دکرکي دخپراوي مخه ونه نيول سي نویوه لويه ټولنيزه ګډوډي به رامنځته شي.ددغې وينا ځينې برخي دټيلي ګراف ورځپاڼي خپرې کړيدي. آغلي وارثي چې دبرتانيې له کنزرويټو ګوندسره تړاولري دامهال دانګلستان په حکومت کې لومړۍ مسلمانه وزيره ده او تردې وړاندي يې دمسلمانانو پرخلاف له کرکي د ډک چلند پرخلاف غږ پورته کړي وو. نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې څرګنده کړي وه چې سره لدې چې مسلمانان په نړۍ کې له کيدونکو ترهګرو بريدونو سره هيڅ اړيکې نلري، خوبياهم په پراخه کچه هغوي ته د ګډوډي دعاملينو په سترګو کتل کیږي. په ننۍ وينا کې آغلي وارثي په برتانياکې درسنيو په نقش هم نيوکي وکړې او څرګنده يې کړه چې هغوي پدې برخه کې له غفلته کاراخلي. ددې په وينا دمسلمانانوپرخلاف کرکه اوس په برتانيه کې ديوه خورا عادي ورځني توکي په بڼه ګرځيدلي ده اوکه حل يې راونه ايستل شي حالات به نورهم خراب شي اودبيلابيلو ادیانو دپلويانو ترمنځ به کوڅه په کوڅه جګړې پيل سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x