نړۍ

پوټين: که وغواړو ډېر ژر به اوکراين ونيسو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د اروپايي ټولنې لخوا د روس پر ضد د ناټو د ځانګړو قواوو د جوړولو په غبرګون کې د روس ولسمشر ولاديمير پوټين ويلي، که دوی وغواړي، په دوو اونيو کې به اوکراين په بشپړه توګه ونيسي.

د اوکراين ولسمشر پيټرو پوروشنکو پر روس تور لګولی وه، چې اوکراين کې لاسوهنې کوي او په دې اړه يې اروپايي اتحاديه کې يو قرارد هم وړاندې کړی و.

د اوکراين او روس حالات هغه مهال نور هم تاوژن شول، چې ناټو اعلان وکړ، چې د څلور زرو ځانګړو قواوو داسې عسکر به اوکراين ته وليږي، چې د ۴۸ ساعتونو په ترڅ د روسي يرغل ځواب ووايي.

د ناټو عمومي سرمنشي اندريس فو راسموسين ويلي، چې د ناټو غړي د روس پر ضد پر يو اوږ مهالي پلان کار کوي، چې د روس پر ضد کرار مګر قوي عمليات وکړای شي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال اپريل مياشت له پيله اوکراين کې د روس پلوو بيلتونپالو او اوکرايني ځواکونو تر منځ نښتو کې له ۲۵۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x