نړۍ

ولې جهادي ډلې په خپلو بندیانو «نارنجي» جامې اغوندي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): په دې ورستیو کې په عراق او سوریه کې اسلامي دولت او ددغه دولت تر مخه د هغوی رهبر ابو مصعب الزرقاوي تل هڅه کوله چې هغو بهرنیو بندیانو ته چې ددوی لاسونو ته لویږي او بیا يې دوی په رسنیو کې د اعدام صحنه ښکاره کوي، نو یو ځانګړی رنګه کالي ور واغوندي.

شننونکي وايي چې اسلامي دولت او نور اسلامي جهادي ډلې دغو جامو پر مټ غواړي یو ځانګړی پيغام لویدیځ ته ورسوي.

تیره ورځ اسلامي دولت په عراق کې د دوهم امریکايي بندي سر هم غوڅ کړ او درېیم برتانوی بندي يې د پردې پر مخ په داسې حال کې ښکاره کړ چي نارنجي جامې یې پر تن وې او ورسره ولاړ کس ویل چې که لویدیځ خپل د جګړییز سیاست څخه په شا نشي، نو دوی به دا کس هم د تیرو دوو امریکایانو په څیر اعدام کړي.

ددې تر مخه اسلامي دولت د جیمز فولي په نامه امریکايي ژورنالیست په ورته توګه وژلی وو، او داسي ښکاري چې دا لړی به دوام وکړي.

د اسلامي دولت تر مخه د هغوی رهبر ابو مصعب الزرقاوي دغه تکتیک څخه کار اخیست او په خپلو بندیانو به یې د اعدام تر مخه ژیړي جامې اغوستې او همداسي په کال ۲۰۰۴ کې د القاعدې تنظیم په سعودي کې دغه تکتیک وکاروه. القاعده یو امریکايي انجینر چې په سعودي کې يې بندي کړی وو د کامرې مخته په داسي حال کې اعدام کړ چې نارنجي کالي يې په تن وه.

د جهادي ډلو څیړونکي وايي چې القاعده او اسلامي دولت د خپلو امریکايي او لویدیځوالو بندیانو باندې د نارنجي کالیو د اغوستلو تر شا خپله فلسفه تر اوسه رسما نه ده روښانه کړې، لیکن داسې ښکاري چې دوی دا چل د یو رمز او په ورته معاملې سره تشبیه کوي. دوی غواړي چې خپل بندیانو ته هغه جامې ور واغوندي کومې چې د القاعده او طالبانو بندیانو ته په ګوانتانامو کې ور اغوستل کیږي. اسلامي دولت او القاعده چې د انتقام پر فلسفه باندې ډیر عقیده لري، غواړي چې حتی په کالیو کې هم د امریکايي او لویدیځوالو بندیانو سره هغه ډول سلوک وکړي، کوم چې هغوی یې د مسلمان بندیانو سره کوي.

دوهمه خبره داده، په امریکا کې چې کله په یو مجرم باندي د اعدام حکم وشي او یا هغه محکمې ته بیول کیږي نو همدا رنګ کالي پرې اغوستل کیږي، چي خبره بیا هم هغه ځای ته بیایی چې القاعده او اسلامي دولت د انتقام په خاطر دا کار کوي، او همداسې تر څو د مسلمانانو زړه په یخ شي.

په سعودي کې د امیر سلطان په طبي پوهنتون کې د اروا پوهني استاذ ابراهیم الخضیر ویلي چې په امریکا کې دغه نارنجي رنګ ډېر مشهور دی، دغه رنګ په محکمو، اعدامونو او فلمونو کې ډیر تکراریږي، او کله چې اسلامي دولت او نوري جهادي ډلي دغه رنګ څخه کار اخلي، نو هغوی په دې سره ټول غرب ته یو خاص پيغام ورکوي، دوی دا پيغام ورکوي چې ګویا دوی هم د امریکا غوندي هیواد په څېر قضايي سیستم لري، او کولای سي چې په عین شکل باندي هر وخت چي وغواړي مجرمینو ته سزا ورکړي، او اعدام یې کړي، او زیاته کړې چې په کومه کچه د اسلامي دولت جنګیالي د انتقام اور په سینه کي لري، بل څوک یی نه لري، چې له کبله یې د هغوی پر ټول سلوک تاثیر پروت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x