افغانستان

احمدضیاء مسعود: «نارنجي خوځښت» به د خلکو له «غاښ ماتوونکي» ځواب سره مخ شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټیم غړی احمد ضیاء مسعود وايي چې هر ډول شنه او نارنجي خوځښتونه چې د هېواد سیاسي اوضاع خرابوي او د تېرو ۱۳ کلونو «لاسته راوړنې» له منځه وړي د ملت له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شي.

مسعود د بلخ والي عطا محمد نور د شنو او نارنجي خوځښتونو ته په اشارې سره وویل چې دوی دې په دغو خوځښتونو ملت نه ویروي، دوی د خلکو د ګواښلو حق نه لري، ملت نه غواړي چې ورستیو لسیزو ته بېرته ولاړ شي.

تر دې وړاندې د وږي په ۱۰مه عطامحمد نور ویل چې که د دوی ټیم بریالی نشي شنه او نارنجي خوځښتونه به پیل کړی. نوموړي وویل چې د شنو څخه يې موخه مدني لاریونونه او نارنجي خوځښت چې يې معنا په زور د حکومت نيول دي.

مسعود نن په کابل کې د «ټاکنې، ننګونې او د افغانستان سیاسي حالات» تر عنوان لاندې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې غیرقانوني لارو ته مخه کول به هېواد له بې ثباتۍ سره مخ کړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې له ټاکنو پرته د بلې لارې انتخابول شاته ستنېدل او سیاسي ځان وژنه ده.

مسعود وویل چې که څه هم د عبدالله عبدالله د ټیم تورونه ناسم ثابت شول چې رایې يې کمې دي، بهرنیان یې هم منځګړیتوب ته راوبلل خو سربېره پر دې هم حکومت غواړي هم په اپوزیسون کې کیني. هم مات دي او هم بریالي. نوموړي د عبدالله د ټيم دغه موقفونه «غیرمنطقي» او «سیاسي نخرې» وبللې.

مسعود په دې ټینګار وکړ چې حکومت دې د اساسي قانون سره سم جوړ شي نه د ځينو سیاستوالو د ګټو له مخې.

احمد ضیاء مسعود چې اشرف غني احمدزي یې په اړه ویلي و چې د بریا په صورت کې به په حکومت کې اجرایوي پوست ورکول کیږي.

خو د جان کیري په منځګړیتوب بیا پریکړه وشوه چې اجرایوي پوست به ناکام نوماند ته ورکول کیږی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x