نړۍ

بي بي سي د نړیوالو خپرونو پنځه څانګې تړي

bbc_newsنن ټکی آسیا: د بي بي سي د نړیوالو خپرونو ادارې اعلان کړی چې پنځه څانګې تړي.
د البانیا، مقدونیا، سربیا ، افریقا لپاره پرتګالي ژبې او د کاربین لپاره انګلیسي ژبې څانګې به تړل کېږی  .
د بي بي سي د نړیوالو خبرونوعمومي مشر پیترهرکس وویل د دغو تړنو دلیل د حکومت لخوا د ۱۶ فیصده پيسو کمښت دی.
اټکل کیږی  چې د بي بي سي له شاوخوا ۲۴۰۰ کارکوونکو به ۶۵۰ له کاره ګوښه کېږي، دغو کسانو ته د چهارشنبې پر ورځ رسمي خبر ورکول کېږي.
پر دغو پنځو څانګو په کال کې ۴۶ میلیون پونډه لګېدل.
د برتانیا حکومت د تېر کال په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې د نړیوالو خپرونو اداره به له اصلي بوديجې سره یوځای کېږي.
دا مهال د نړیوالو خپرونو څانګې چې له ۱۹۳۲ کال راهیسې یې خپرونې پيل کړې دي، د کال ۲۷۲ میلیون پونډه لګښت لري، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د رادیو د اورېدونکو، د تلوېزیون د لیدونکو او انلاین خپرونو کتونکو او لوستونکو شمېر تر ۲۴۱ میلیون کسانو اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x