نظــرپیښې او دریځونه

جامعه عمر ولي په خپل نوم نه پرانیستل شوه؟

عبدالرحيم (ثاقب)

تیره ورځ د کندهار په ښارکې د حضرت عمرفاروق (جامعه عمر) جامع مسجد د یولړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د دغه جامع مسجد د بنسټ ډبره له نن نه ۱۵ کاله مخکي د طالبانو د مشر ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د جامعه عمر په نوم کیښودل شوه.

نوموړی جامع مسجد د افغانستان په کچه تر ټولو لوی مسجد ګڼل کیږي چې په یوه وخت کې د ۱۴۰۰۰لمونځ کوونکو ظرفیت لري. همدا راز له نوموړی مسجد سره یوځای د دیني زده کړو یوه لویه مدرسه او د دې مدرسې او مسجد د عائداتي منبع په توګه یو تجارتي مارکیټ هم یوځای اساس ګذاري شوی دی.

د جامعه عمر تاریخي شالید:

جامعه عمر د کندهار ښار په ترټولو مهم تاریخي ځای د شهیدانو چوک ته څیرمه موقعيت لري چیرته چې د افغان انګلیس جګړې پر مهال د شهید کړل شویو طالبانو په نوم یادګاری څلی هم جوړ شوی دی.

ملامحمد عمر مجاهد د جامعه عمر لپاره ځکه له شهیدانو چوک سره نیږدي ساحه انتخاب کړه ، ترڅو خلګو ته دا وښیې چې که پرونيو طالبانو د شهیدانو په چوک کې له انګریزانوسره د مقابلې په سنګر کې د سر قرباني ورکړې ننی طالبان غواړي د خپلې واکمنۍ پرمهال هماغه د شهیدانو چوک ته څیرمه داسې یو علمي مرکز جوړ کړي چې په دیني او علمي لحاظ د هیواد لپاره دخدمت منبع وګرځي.

jami umar 2
د دغه جامع مسجد د بنسټ ډبره له نن نه ۱۵ کاله مخکي د طالبانو د مشر ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د جامعه عمر په نوم کیښودل شوه.

همداراز د طالبانو مشر د وخت د یوه مسلمان حاکم په توګه غوښتل د مسلمانانو دجهادي چارواکو په اقتفاء د خپلې واکمنۍ پرمهال زیات شمیر مذهبي او د مذهبي زدکړو تعلیمي مراکز ودان او د هغو له جملې څخه دا جامعه پرخپل نوم ونوموي.

نوموړي دا کار د مسلمانانو د نومیالی مشر سلطان محمد الفاتح د هغه عمل په اقتفاء و کړ کوم چې یې د استانبول په ښارکې د سلطان محمد الفاتح په نوم لوی تاریخي مسجد تاسیس کړ.

د استانبول ښار په زړه کې د سلطان محمد الفاتح په نوم تاریخي مسجد په اصل کې د ایاصوفیا په نوم د مسیحیانو مذهبي کلیساوه خو نوموړی په کال ۱۴۵۳ م کې د قسطنطنیې تر فتحې وروسته هماغه کلیسا په ډیر لوړ قیمت له عیسايي مذهبي مشرانو څخه واخیسته او د خپل یولک کسیز پوځ لپاره یې د سلطان محمد الفاتح په نوم جامع مسجد تري جوړ کړ.

ملامحمد عمر مجاهد هم د خپلې واکمنۍ پرمهال په کندهار ښارکې د بیا ودانولو پروګرام د مساجدو او دیني مدرسو له جوړولو پیل کړ.

په لومړی قدم کې یې په کال ۱۳۷۹د کندهار عیدګاه چې د ټول ولایت بلکې د ټول هیواد په کچه ستره هنري ګوبنذه لري تأسیس کړه او د هغې په تعقیب یې د کندهار ښار په هرات بازار کې شهیدانو چوک ته څیرمه د (جامعه عمر) په نوم جامع مسجد تأسیس کړ .

د جامعه عمر ښکتنی پوړ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال تیار او د لومړی ځل لپاره د شیخ یحی په نوم مشهور دیني او علمي شخصیت په امامت ورکې د جمعې لمونځ اداء کړای شو.

اوس مهال د تاریخي کندهار په زړه کې د جامعه عمر ښکلې تعمیر د ښار ترنورو ټولو ودانیو ستر اوښکلی تعمیردی چې د طالبانو د واکمني د یوه دیني تلپاتي یادګار په توګه پیژندل کیږي.

د جامعه عمر د پروژي مجموعي لګښت ۱۸ ملیونه ډالر اټکل شوی چې تر اوسه پوري یواځې ۵ ملیونه ورباندې مصرف شوي ، په پیل کې د دغې پروژې لګښت د الاختر ټرسټ مرستندویه مؤسسې لخوا منل شوی وه ، خو د طالبانو د واکمني تر ړنګیدو وروسته د هغې کار همداسې ناتمام پاتې شو.

د طالبانو مشر د خپلې واکمنې پرمهال د کابل په زړه ده افغانانو سیمه کې هم د حاجي عبدالرحمن په نوم جامع مسجد جوړولو ته په دولتي ځمکه کې د جوړیدو اجازه ورکړه چې هغه مسجد هم د کابل ښار په کچه تر ټولو ښکلې او هنري ودانۍ لري او کابل ښاریان یې دطالبانو د حاکمیت د یوه مذهبي یادګار په حیث پیژني.

تیره ورځ چې د یو شمیر دولتي چارواکو لخوا د جامعه عمر په نوم تأسیس شوي جامع مسجد افتتاح کیده نو هغه یې د حضرت عمر فاروق په نوم جامع مسجد ونوماوه، چې له حقوقي پلوه باید دا مسجد په خپل هغه نوم افتتاح شوی وای په کوم نوم چې یې د مؤسس لخوا تأسیس شوی وه.
تیره ورځ چې د یو شمیر دولتي چارواکو لخوا د جامعه عمر په نوم تأسیس شوي جامع مسجد افتتاح کیده نو هغه یې د حضرت عمر فاروق په نوم جامع مسجد ونوماوه، چې له حقوقي پلوه باید دا مسجد په خپل هغه نوم افتتاح شوی وای په کوم نوم چې یې د مؤسس لخوا تأسیس شوی وه.

جامعه عمر که د حضرت عمر فاروق جامع مسجد؟

تیره ورځ چې د یو شمیر دولتي چارواکو لخوا د جامعه عمر په نوم تأسیس شوي جامع مسجد افتتاح کیده نو هغه یې د حضرت عمر فاروق په نوم جامع مسجد ونوماوه، چې له حقوقي پلوه باید دا مسجد په خپل هغه نوم افتتاح شوی وای په کوم نوم چې یې د مؤسس لخوا تأسیس شوی وه.

اوسنیو چار واکو ځکه د جامعه عمر نوم وربدل کړ چې له دې نامه سره د طالبانو داسلامي تحریک ټولې ماضي تعلق درلود.

د دې جامعې د اصلي نوم له اوریدو سره به هم کندهار ښاریانو او هم ټولو هیواد والو ته دبیا رغوني او په تعلیمي مراکزو باندې د طالبانو د اهتمام اندازه معلومیږي ، چې دا کار نه اوسني حاکم چارواکي او نه هم دهغوي بهرني حامیان خوښوي.

طالبانو په سختو اقتصادي شرائطو کې د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال د هیواد په پلازمینه کابل اونورو ولایتونو کې په لس ګونو داسې لوی جامع مسجدونه جوړ کړي چې همدا جامعه عمر یې یوه بیلګه بلل کیږي.

خو د دې برعکس د کابل ادارې په خپلې ۱۳ کلنې دورې کې سره له دې چې د ټولې نړۍ مالي او اقتصادي حمایت ورسره دی نه کوم مسجد تأسیس کړ او نه یې هم د جامعه عمر په څیر یوه علمي او دیني مدرسه تأسیس کړای شوه، تر دې چې ولس مشر کرزي دا فرصت هم پیدا نکړای شو چې د دغې دیني جامعې په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

که څه هم چې دا مسجد اوس مهال د اسلام د دوهم خلیفه امیر المؤ منین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په مبارک نوم نومول شوی ، او دا خو ښکاره خبره ده چې د اسلام د دوهم خلیفه نوم د ملامحمد عمر مجاهد ترنوم افضلیت لري ، خو دلته دغه نومونه د افضلیت په اساس نه ؛ بلکي د اصلي صاحب امتیاز د حق تلفي په خاطر شوی دی.

له حقوقي لحاظه خو مناسب دا وه چې دا جامع مسجد پر هغه نوم افتتاح شوی وای په کوم چې تأسیس شوی وه ؛ ځکه له همدې نومونې سره د مؤسس ټوله ماضي او مستقبل تړلې ،همداشان د دا ډول علمي مرکز له تسمیې سره د هیواد د بیارغاونې اعماري فعالیت وابسته دی ، چې دا ټول د مسجد د مؤسس له حقوقي امتیازاتو څخه ګڼل کیږي ، که داخبره نه وي نو باید د کابل د حاجي عبدالرحمن په نوم مسجد هم د حضرت عبدالرحمن بهشتي رضی الله عنه په نوم افتتاح شوی وای ، ځکه عبدالرحمن بهشتي هم جلیل القدرصحابي اوله عشره مبشره ووڅخه دی.

سره له دې چې د جامعه عمر په نوم بدلولو سره د دغې جامعې د مؤسس (ملامحمد عمرمجاهد) شخصی حق تلفي شوې خو بیاهم د دې پروژې د بشپړولو او سرته رسولو کار یو د ستایلو وړ اقدام دی .

سره له دې چې د جامعه عمر په نوم بدلولو سره د دغې جامعې د مؤسس (ملامحمد عمرمجاهد) شخصی حق تلفي شوې خو بیاهم د دې پروژې د بشپړولو او سرته رسولو کار یو د ستایلو وړ اقدام دی .

له نیمګړ تیا سره د ستایلو وړ اقدام

سره له دې چې د جامعه عمر په نوم بدلولو سره د دغې جامعې د مؤسس (ملامحمد عمرمجاهد) شخصی حق تلفي شوې خو بیاهم د دې پروژې د بشپړولو او سرته رسولو کار یو د ستایلو وړ اقدام دی .

ځکه که د دې پروژې د تعقیبوونکو تعقیبی هلې ځلې نه وای نو ښايي دا دیني او علمي پروژه تر اوسه پوري همداسې نیمګړې پاتې وای.

اوس چې د هغې په ودانولو او بشپړولوکې هرچا هلې ځلې کړي واقعا چې هلې ځلې یې د ډیر تقدیر وړ دي .

خدای تعالی دي وکړي چې په هیواد کې مو دغسي دیني اوعلمي مراکز نورهم زیات کړي ترڅو ځوریدلي افغانان د هغو له دیني فیوضاتو او علمي اغیزو څخه اغیزمن او له وطنه مو د جهل او بدمرغۍ لمنه نوره په ټولیدو شي.

عیدګاه مسجد
عیدګاه مسجد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابراهیم

جزاک الله خیرا.
تاسو ليکلي چې د عيدګاه جومات هم د امارت په وخت کې تاسیس شوی، خو په تصوير کې يې پر ګنبذ باندې د افغانستان اسلامي جمهوريت نوم ليکل شوی چې دا څه وجه ده؟

Rahim popal

د داجامع لومړی بنسټ ډبره ۱۵کاله مخکی دطالبانو لخوا د کندهار د سینماپر کښیښودل شوه. په حقیقت د دی جامع نوم د ملا محمد عمر مجاهد جامع دی او وی به.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x