نړۍ
مسکو: دموټر بم چاودنې 10تنو ته مرګ ژوبله واړوله
نن تکی اسیا/مسکو
له روسیې نه په ترلاسه شوی خبرکې راغلی دروسیې دقفقاز په سیمه کې دیوه رستورانت مخې ته دموټر بم په چاودنه کې څلورتنه مړه او شپږ نور زخمیان شول.
قفقاز دروسیې تر ټولو ناارامه سیمه ده چې کله ناکله دمرګ ژوبلې راپورونه ترې ترلاسه کیږی .
په روسیه کې په روانه اوونۍ کې دا دوهمه پیښه ده چی رامنځ ته کیږی ،درې ورځ وړاندي هم دماسکو په یوه هوايی ډګر کې دزورورې چاودنې له امله ۳۱تنه مړه او تر ۱۳۰زیاتو ټپیان شول
احمد بریال