نظــر

دولسمشرۍ ټاکنې یا د بیزو زخم

څیړنه او تحقیق : قریب الرحمن سعید

داسې بریښې چې زمونږ د رقیبو کاندیدانو ترمنځ د ټاکنو ددویم ځلي ووټونو دشمیرلو ، یا د پاکو او نا پاکو رایو دبیلتون موضوع ، نوره د کاره وتلې فکر ګڼل کیږي . دا چې تر اوسه پورې د رایو څومره صندوقونه شمیرل شوي ، یا څومره رایی او ووټونه باطل اویا سهي پیژندل شوي ، د ټاکنو کمیسیون به یی په اړه معلومات لری ، خو د شمیرونو په پروسه کې د بهرنیو څرګند لاس ، ددواړو اړخونو تر منځ بې باوري ، د یوه اړخ په بل باندی د سوک او څپیړو نه علاوه د چاقو او بکس پنجو حملې ، د سوله ایزو ټاکنو د خوشحاله کیدونکو پایلو په ځاي د وینو دبهیر روانول ، او ….دا هغه څه دې چې نه یواځي زمونږ د ولس ټول هیبت ، وقار او عزت یی تر پوښتنې لاندې راوړې بلکه تر څنګ یی زمونږ د ولس او ددې کاندیدانو د ناوړتیا په اړه یی د نړیوالو په سترګو کې هم بې عزته کړي یو.

داسې بریښې چي دا بهیر نور د راټولیدو نه دې ، او که راټول هم شی د غځیدو نه دی . نه ملي حکومت ترې سر را پورته کولې او نه بل ډول حکومت . د رقیبانو تر منځ دا درز او خلیج دومره ستر شوې چې پیوند کول یی راته ګران ښکاری ، بلکه شوني نه ښکاري ، ددواړو ډلو ترمنځ دا خلیج هره شیبه او هره ګړۍ زیاتیږي ، امریکایی ولسمشر اوباما او دبهرنیو چارو وزیر جان کیري یی یا و نه توانیدل او یایی و نه غوښتل دا خلیج راکم کړی بلکه په خپلو مداخلو یی او دخپل سفیر په ګوتوهنه یی دا خلیج نور هم دخپلو عسکرو د شتون او په هیوادکې د راتلونکې نظام د مجبوریتونو او دیوه ناولي امنیتي تړون دلاسلیک له پاره ستر کړ ، د عبدالله ډله غواړي چې د امریکایی ځواکونو د مداخلي په وخت کې د امریکایانو څخه دخپل خدمت بدل واخلي او هغه دوې ته د هغوې په مرسته د حکومت او ریاست مکمله تسلیمي ده . مقابل ډله یی خپل ځان د هغه دیموکراسۍ اصولو ته ژمن ګڼي چې اصلا په هیواد کې شتون نه لري.

ځان کمزورې او بې وسه حسابوي او د مقابل لورې د ټوپک د نوم او دقیام د پرړو څخه ویریږي .تر ټولو لویه سپکه دا چې په شته حکومت او نظام کې د ناټو په هغه غونډه کې چې دسپتمبر په څلورمه په ویلز کې دایریږي او د هیواد له پاره حیاتي پایلي لري ، هم دګډون له پاره ددفاع وزیر ور استوي . پدې غونډه کې چې باید د هیواد ولسمشر په کې پخپله ګډون کړې و، خود هیواد د حالاتو د ترنګیلتیا او غیر محسوسو خوزښتونو د اوازو له مخې ولسمشر و نه توانید چې نه یواځی دې غونډي ته دګډون له پاره ولاړ شی بلکه د قندهار د ستر جومات د افتتاح په تاریخې مراسمو کې یی هم ګډون و نه شو کولې .

د غیر رسمی راپورونو له مخې ویل شوي و چې ولسمشر به د سې شنبي په ورځ دا واکمنۍ څخه ګوښه ګیږي ، او د سترې محکمې رئیس به خپلځاې ناستې و ټاکي ، په دې خاطر په دې مهمه غونډه کې یی د ګډون کولو څخه ځان ګوښه کړې ،خو هغه ورځ هم تیره شوه ، نه ولسمشر ګوښه شو او نه یی خپلځاې ناستې و ټاکه . داسې معلومیږي چې ولسمشر کرزی نور د هیواد د ولسمشرۍ څخه توبه ګار شوې وې ، هغه خپل ځان محصور ګڼي ، او ځان بې واکه او بې اختیاره احساسوی ،هڅه کوي ژر تر ژره د ارګ لمن پریږدي او دخپلو کوچنیانو سره چې د عمر په اخري وختو کې یی په برخه شوې څو شپې ارامي تیري کړي.

ددې ترڅنګ نورې اوازې هم تر غوږو کیږي چې وایی : کیدې شی د ولسمشرۍ د ټاکنو دا لانجه د حل له پاره هیڅ لاره پیدا نه کړي ، چې څرګنده هم ده ، نو په دې اساس به ولسمشر کرزی د خپلې قانوني واکمنۍ د اوږیدو له پاره لویه مشورتي جرګه را وبولي اوپه دې توګه به خپله واکمني ددووکالو له پاره نوره هم اوږده کړي .

داسې اوازي هم شته چې دولسمشر کرزي واکمني یو موقت تکنوکرات نظام ته ورحواله کړل شی او بیا دغه موقت حکومت د یوه کال په جریان کې د نوو ټاکنو له پاره لاره همواره کړي .

خو د ناکام کاندید عبدالله پلویان بیا د بلې معاملې له پاره ځانونه تیاروي . دسپتمبر په دویمه د عبدالله د ټیم له اړخه اعلان وکړل شو چې که تر یوې ورځي پورې یی غوښتنې پوره نه شی نو بل قدم به پورته کړي . ددې ټیم چارواکو چې په کې معلم عطا محمد هم راځي دخپلو پلویانو څخه غوښتنه کړي تر څو د هر اړخیزو مظاهرو او لاریونونو له پاره ځانونه تیارکړي .

همداراز ویل کیږی چې د ټاکنو د ضمني پایلو له مخې نامراده کاندید غواړي د خپلو مټو په زور په واک باندی ولکه وکړي اویا هم خپل هغه عسکري او پولیسي ځواکونه چې د تیرو شلو کالو په جریان کې یی روزلي او د ناټو او امریکا د فوځي یرغل په وخت کې یی ښه تاند کړی ، په کار واچوي ، دا هم ویل شوي چې په دې اړه یی ددفاع اوسنې وزیر بسم الله خان ته ځانګړې دنده سپارلې ده .

دا چې د یوې ورځي موده به ددې لیکنې نه مخته پاې ته ورسیږي او پایلي به یی هم معلومې شوې وي ، خو داګوتڅنډنه ډیره بې ځایه او هیواد د یوه نوي ډیر ناولي بحران په لور د ور ټیلوهلو په معنا راځي .

اما داسې بریښې چې دعبدالله ډلې ته د واک نه پرته دهیواد شتون هیڅ معنا نه لري ،ځکه خو ویل کیږي چې د شمال د یو شمیر قومندانانو له اړخه خپلو پیروانو ته د وسلو د ویشلو کار تر لاس لاندې نیول شوې . قومندان عطامحمد هم خپلو پیروانو ته د شنو او نارنجې لاریونونو د په لاره اچولو غږ کړې .

هغه وایی چې «د انتخاباتو د کمیسیون او حکومت د درغلۍ له کبله انتخاباتي پروسې د درېم ځل لپاره اعتبار له لاسه ورکړی او ،په اصطلاح یی ، نړیوال هم پر تقلب سترګې پټوي.»

د عبدالله د ټیم ویاندویان وایی چې « که د ټاکنو پایلې هر څه را ووځي دوې به یی ونه مني .» طبیعي ده چې دغه ډول خبرې د زور او ټوپک سالارۍ په لور یو بل قدم دې .

عطا نور، چې د جمعیت ګوند د اجرايي چارو ريیس هم دی، په خپله فېسبوک پاڼه کې یې لیکلي دي چې «د نړیوالو دوستانو د غوښتنې، د هیواد د لوړو ګټو او د هیواد د حالاتو د نه بحراني کېدو په خاطر یې د حکومت د اعلانولو کار ځنډولی و او وروسته له دې چې نړیوالې ټولنې د انتخاباتو د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ په سیاسي او تخنیکي پروسه کې شامل شو.»

عطامحمد نور ویلي چې «ځان د خلکو د پاکو رایو!! دفاع ته ژمن بولي او د دغه حق د ساتنې او تحقق لپاره د اصلاحاتو او همپالنې ټیم داسي اقدامات کوي چې د ده په وینا د افغانستان د سرلوړو خلکو حقوق ترلاسه شي.» خواوس د«پاک » تعریف هم ستونزمن شوې ، پاکې رایی یعنې څه ، که چیرې دا رایی د عبدالله په ګټه وي پاکې دي او که د اشرف غني په ګټه وي ناپاکې دي ! څوک به دا تعریف کوي چې پاکې رایی څه ډول دي ؟ اوس خو یوناما ، ملګري ملتونه ، دامریکاسفارت ، د ټاکنو کمیسیون ، د شکایاتو کمیسیون او ….ټول ناست دي ، خو دپاکو او ناپاکو هغه تعریف چې د عبدالله ټیم یی کوي ، دوي پرې نه پوهیږی ؟ او یا پرې ځان نه پوهوي ؟

همدا راز د عبدالله د ټیم یو بل غړي جنرال ګلا اغاشیرزوې د سپتمبرپه لمړۍ ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي و چې : «ټول مجاهدین د ارګ نه په څو کیلومتره کې پراته دی ، تیار دې چې ارګ ته ور ننوځي ، اوخپل ولسمشر عبدالله په تخت کینوي ، او ….»

خو دزماني رنګ د وخت د بدلیدو سره بدلیږي ځکه خو هغه په یو بل ځآې او بل محل کې د خلکو دکتلو سره سم بیا ددې ضد خبره کوي او لیکي چې : «انتخابات عمدا بدنامي خواته سوق شو ، دكميسيون مشران ملي خاينين دي. وایی :د شرم وړ دي چي په هيواد كي دومره مشران او پوهان لرو خو داسي يو رهبر پيدا نشو چي ددي مشكل د حل په اړه ابتكاروكړي او دامريكي وزير خارجه زموژ ستونزي را هواروي. شيرزي زياته كره چي كه مخالفتونه دوام وكري زه داكتر عبدالله او داكتر اشرف غني ته وايم چي يو به هم د ولسمشري چوكي ته ونه رسيژي اوحالات به ديرخراب اوخبره به بلي خواته ولاړه شي»

د عبدالله د ټیم ډیر زیات سرګرم او فعاله عنصر محقق بیا وایی چې د دواړو کاندیدانو تر منځ دخبرو اترو ناکامی هیواد د یوه بل بحران په لور روان کړې دي ، وایی چې په اوسنیو وختو کې ددې بن بست نه د وتلو ټولې لارې بندې دي . هغه ګواښ کوی چې که چیرې د ټاکنو پایلي ددوې په ګټه اعلان نه کړل شي نو هیواد به د تجزیی په لور روان کړل شی .

محقق همدا راز وایی چې دوې ټاکنې ګټلې ، عبدالله ددوې ټاکل شوې ولسمشر دې ، دوې د اشرف غني د ټیم سره د اجراییوي پوست په واک باندي خبرې کوي ، او دغه پوست یی اشرف غني ته وړاندې کړې دې .

دا څویم ځل دې چې محقق د هیواد د تجزیی غږ پورته کوي ، خو د امریکا دبهرنیو چارو د وزیر د بیا بیا راتلو او ددواړو کاندیدانو ترمنځ دخبرو اترو وروسته دا غږ لږ څه کم شوې و خو اوس یو ځل بیا دا غږ راتازه کیږي .

فضل سنچارکي چې دعبدالله دټیم ویاند دې په کلکه ویلي چې د ټاکنو دشمیرلو پایلي به و نه مني او که چیرې د نن ورځي د غرمي وروسته پورې یی غوښتنې په نظر کي و نه ینول شي نو بل جدي تصمیم به و نیسي .

د عبدالله د ټیم یو بل قومندان میر امان الله ګذر په خپله یوه جدي او ګواښمنه اعلامیه کې ویلي دي چې :

«لکه څنګه چې پوهیږئ ، ولس مو د ټولو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره سره بیا هم درایو صندوقونو ته ولاړ تر څو دخپلو رایو په واسطه یو مشروع حکومت و ټاکي . او مونږ په دې تیرو څو میاشتو کې هڅې وکړې تر څو مشروع او غیر مشروع رایی یو دبل څخه بیلې کړو او دخپل ولس د پاکو!! رایو څخه دفاع وکړو او څرنګه چې مونږ د سولي او دیموکراسی خواخوږي او ملاتړی یو و مو نه غوښتل چې د هیواد دښمنان ددې فرصت نه ګټه واخلي اوزمونږ هیواد د یوه بحران په لور راکاږي ، بلاخره یو موټي خاینو وګړو د پردیو په مرسته د هیواد ټاکنې لانجمنې کړې او دهیواوالو د پاکو رایو صندوقونه یی یرغمال کړل . اوس نو زمونږ په هر وګړي دا لازمه ده چې دخپل ولس دپاکو رایو څخه ددفاع په خاطر شنه او نارنجې لاریونونه پیل کړي ، مونږ اعلان کوو چې دخپلې ویني د اخري څاڅکې پورې به دخپل ولس دحق نه دفاع وکړو …..ځوانانو ، محاهدینو ، سیاسیونو تیار اوسئ چې یوې نوې صحنې ته ور ننوځو او لکه څنګه مو چې دپردیود تیری په وخت کې دخپل هیواد نه دفاع کړې ده اوس به هم د پردیو د تیري نه دخپل ولس ددفاع په سنګر کې دحق مبارزي ته تر اخرین وخته پورې دوام ورکوو ……»

د بلخ والي ،عطا محمد نور، چې د نړۍ د میلیاردرانو په لست کې نوې نوې شامل شوې ، وایی چې شین او نارنجې خوزښت یی پیل کړې او ددې خوزښتونو وروسته به خپل حکومت اعلان کړی . هغه په دې اړه د جنرال مالک ، چې ویل کیږي د زرګونو پښتنو طالبانو د وژلو په قتل کې متهم دې ، هم خبرې کړي دي اودهغه څخه یی په دې لاره کې مرسته غوښتې ده .

وایی چې که دعبدالله د ټیم غوښتنو ته ، چې د ولسمشرۍ تسلیمي ده ، مثبت ځواب ور نه کړل شوي نو په نورو جدي اقداماتو به لاس پورې کړي .

هغه خپل شین او نارنجې خوزښت تعریفوي او وایی چې : د شین حرکت څخه کوڅو او لارو ته دخلکو را پریوتل او د نارنجې خوزښت څخه یی په دولتي دوایرو باندي د خلکو د ولکې خبره شامله ده . او ددې په تعقیب به د یوه مشروع !! حکومت اعلانول وي …. جنرال مالک هم د نور د دې خوزښتونو څخه ملاتړ کړې او خپل هر ډول تیاروالي یی څرګند کړې .

خو د اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم د نور دغه ډول خبرې دپردیو نقل ګڼی او دهیواد او ولس د ګټو په خلاف یی ارزیابي کوي . او وایی چې : دهمپالنې دډلې مخالفتونه نور د انتخاباتو د ګټونکي ټيم د کار مخه نشي نیولای، خو د مشروعیت د زیانمنولو لپاره نوې دنده ورکړل شوې ده.

معلومات په ډاګه کوي، چې ملګري ملتونه به په غوښتل شوي مهلت کې د ټاکنو د نتیجې پلوي وکړي او تحلیف به ترسره شي، خو ورسره جوخت به د همپالنې ځينې غړي خورې ورې هڅې پیل کړي. په دغو هڅو کې ترټولو مخکښ کسان د بلخ والي عطا محمد نور او محقق دي، چې لومړنی به یې د اپوزیسیون په نوم د ناراضیانو د ډلې مشر شي او دویم به هم حکومت کې نسبي ونډه واخلي اوهم به د حکومت د یو معترض په توګه په صحنه کې فعال وي.

عبدالله عبدالله به په نوي حکومت کې د اجرايوي مشر په توګه خپله دنده اشغال کړي، خو لاڅرګنده نده، چې دا به د حکومت له پیل سره سم وي، یا څو میاشتې وروسته.

له هغې وروسته چې په همپالنه ډله کې د واک پر ویش ناندرۍ ګرمې شوې، دغه ډله له ټاکنو پایلې او له تحول ټيم سره د سازش هېڅ سر نشي وړلای، ددې ستونزې یو لامل په همپالنه کې د واک د ویش پرسر بې نظمي په ګوته شوې او همدې بې نظمۍ د شمالي ټلوالې مخښکان په بېلابېلو لارو روان کړي دي.

د اشرف غني به مشرۍ د تحول ټیم وایی چې د ټاکنو نه منل د هیواد د اساسی قانون څخه سرغړونه ده ، باید د ټاکنو پایلي هر څه چې وي ومنل شی .
دهمدې غورزو پرزو په جریان کې د اشرف غني د ټیم یو شمیر مخکښ کسان هم اوس اوس میدان ته را ووتل . په دې ډله کې دپکتیا والي جمعه خان همدرد چې دحزب اسلامي یو تکړه قومندان او د اشرف غني دفعالانو څخه شمیرل کیږي په خپل یوه ګواښونکي پیغام کې وایی چې :

«افغان ولس دې ډاډه اوسې ! کومې ګوت څنډنې او ګواښونه چې د زرغون او نارنجې لیکو کیږې هیڅ هم نشی کولای  د ټاکنو د تفتیش پړاو بشپړ شوی وړونکۍ معلوم دی او دوی خپله ماتې منلې ده .

زه افغان میړنې ولس او د شمال ټولو پرګنو ته ډاډ ورکوم دا کاغذی ببرونه چې غواړی د خلکو په زړونو کې ویره خپره کړی هیڅکله به خپل دغه شوم هدف ته و نه رسیږې.

افغان غیرتې ولس په تیرو ټاکنو کې دا په ډاګه کړه چې څه وغواړی هغه تر سره کولای شی  انشاالله لکه څنګه چې دلمر په شان نتیجه روښانه ده خو تاسو به یې ډیر ژر په عملې توګه اعلان واورۍ. افغان زلمیان دی د دې سترې بریا جشن ته تیارۍ و نیسې. »

د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم یوه بل فعال مشر احمد ضیا مسعود وویل چې« د نارنجي او زرغونو حرکتونو وخت تېر شوی او څوک چې په هیواد کې د بحران راوستلو هڅه وکړي «غاښ ماتونکی» ځواب به وویني.

ښاغلي مسعود وویل چې د اجرايي چوکۍ څخه په دې خاطر تېر شو چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دا چوکۍ غوښته خو هغوی اوس په دې هم قانع نه دي، وايي چې کابینه دې د اجرايي چارو د ريیس تر لاس لاندې وي او نیمايي کابینه دې هم د دوی په خوښه وټاکل شي.»

هغه وویل:«سره له دې چې زموږ رایې زیاتې دي او ډېر لوړ موقعیت لرو، د اجرايي چارو ریاست د ورکولو لپاره مو د دوی (همپالنې) وړاندیز د یوه لوی ملي مصلحت په خاطر ومانه. د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوازینۍ غوښتنه همدا وه چې د اجرايي چارو مشري ورکړو. حال دا چې اشرف غني احمدزي دا چوکۍ ما ته راکړې وه. سره له دې چې زه د دوی د وروڼو په جمله کې یم خو دوی زما چوکۍ په نښه کړه او ویې ویل چې دا چوکۍ دې د اصلاحاتو او همپالنې ټڼیم ته ورکړای شي.»

احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته د کابینې د مشرۍ له ورکولو سره مخالفت وکړ او دغه ټیم ته یې خبرداری ورکړ چې په ګواښونو هدف ته نه شي رسېدای.

د اشرف غني دټیم یو بل فعال ، ډاکتر نبي مصداق بیا وایی چې هغه څه چې مخالفینو دتقلب په نامه یادول ټول درواغ او دخپلو ناکامیو دپټولو تبلیغات و. مونږپه افغانستان کې ثبات غواړو . اونه غواړو چې هیواد مو تیر تاریخ ته ور وګرځي .

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټیم د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم وروستی دریځ عجولانه او د افغانستان په زیان بولي. ددغه ټیم یوه ویاند کابل کې خبریالانو ته وویل چې له اصلاحاتو او همپالنې سره پر کړو ژمنو ولاړ دي خو هیڅکله به د اساسي قانون خلاف موارد ونه مني.

زمونږ ټاکنیز نظام :

په حقیقت کې زمونږ د هیواد ټاکنیز نظام ټول له یوه سره دپوښتنې لاندې دې ، نه د ټاکنو کمیسیون خپلواکه او دومره ځواکمن دی چې خپله پریکړه د قوت له لارې عملی کړي ، ځکه په دې لاره کې د ټاکنو دکمیسیون سره باید د هیواد دامنیتي ارګانونو تر څنګ دقضا او نور ارګانونه هم ملاتړي اوسي تر څو دپریکړې په صورت کې خپل ځانونه یواځي احساس نه کړي او نه یی څوک د غړو حیثیت او وقار تر پوښتنې لاندې راوړي . مونږ ددې شاهد یو چې تر اوسه پورې د ټاکنو دکمیسیون هره پریکړه د ناکامې خوا له لورې چیلنج شوې او غړي یی په یوه نه یوه شکل ډبول شوی دي . خو ددې کمیسیون غړي بیا د ځانه ددفاع له پاره هیڅوک نه لري .

ددې یو علت دا هم دې چې دهیواد په امنیتي ، قضایی او عسکري نظام کې یوې ډلې او یوې ټلوالې دومره نفوذ کړې چې دا اساسی قوتونه چې باید دهیواد د سالمیت له پاره تل په سنګر کې اوسې د یوې ډلي په خدمت کې ګرځیدلي دي .

همدا راز زمونږ د ټاکنیز نظام یوه بله خامې داده چې دلته سیاسی احزابو رشد اونمو نه ده کړې ، ټول هر څه په قبیلوی او قومی معیارونو او دپخوا په څیر د کوتک او ټوپک په زور مخته راځي ، سیاسي شخصیتونو او سیاسي ډلو ټپلو ته د بیرونیو نیواکګړو اوکورنیو مافیایی ډلو ټپلو له خوا د رشد موقع او فرصت نه دې ورکړل شوې . په هیواد کې میشت اوسني سیاسي ډلې او ډلګۍ یواځي دڅو کسو د موخو او دهغوې دجیبو د ډکولو له پاره کار کوي . ګڼ شمیر یی پردي پاله او بلواکه دی ، ګوندي ټول فعالیتونه یی دپردیو په مالي مرسته پر مخ بوتلل کیږي . داسې سیاسي ګوندونه چې په ریښتیا هم دهیواد او ولس په چوپړ کې وي او دپردیو څخه د ازادۍ له پاره په ډګر کې ولاړ وي ، په هیواد کې نه تر سترګو کیږي . او که تر سترګوکیږي هم هغه د حزب اسلامي او دطالبانو اسلامي غورزنګ دې چې په دغو اوتو بوتو کې هیڅ ډول ګډون نه لري .

تر هغې چې زمونږهیوادوال په سیاسي توګه د سیاسی معتدلو او اسلامي ګوندونو په شتون کې وده ونه کړي او دهغوې اذهان د ټاکنو او په ټاکنو کې دپراخه ګډون له پاره دخپلې خوښې د کاندید په اړه روښانه شوي نه وي نو دغسې قومی او عصبي ټاکنو پایلي به په طبیعي توګه دغسې لانجمني وي .

مونږ شاهد یو چې د یوه اړخه دشمال ټلواله چې په نسبي توګه څو ټوپک والان لري غواړی د یوه ستر ډیره کي په مقابل کې د زور او ټوپک په ګواښ په ولس باندی مسلطه شي . علت یی دادې چې مقابل لوری که څه هم د ولس ډیره کې په خپله خوا کې لری خو د نظم د نشتوالي او د یوه منظم سیاسی ګوند دنه موجودیت له مخې ددې ټوپکسالارانو څخه یوې خوا بلې خوا په څنګ روان دي اودخپلو حقه حقوقو څخه دفاع نه شی کولې .

دا چې د حزب اسلامي یو شمیر غړو لکه جمعه خان همدرد او نورو ددې ټوپک سالاریو په مقابل کې خپل هوډ اعلان کړی ، دیوه نظم خبره کوي . خو دا معلومه نه ده چې د ښاغلي همدرد سره به دحزب اسلامي دقیادت ملاتړ موجود وي او که نه ، په دې اړه به څه ویل د وخته مخکې خبره وي .

زمونږ ټاکنیز نظام دومره بې خونده ګرځیدلي چې دناکام او بریالي کاندید تر منځ دپریکړې کول جرئت هم نه شی کولې . دادې ګورو چې عبدالله عبدلله یو ځل بیا همغه فارمول چې دملګرو ملتونو له اړخه یی لاسلیک کړې نه مني او اعلان یی کړې چې د ټاکنو د شمیریزې څارنې څخه به ځان وکاږی . کیداې شی یو ځل بیا کیري اویا هم دا ځل پخپله اوباما راشی او دا موضوع حل کړي .

په پاکستان کې هم ورته بحران روان دې ، خو پاکستانیانو، که څه هم زمونږ به بدې راځي ، تر اوسه پورې بهرنیو ته غږ نه دې کړې چې راشی اودهغوې تر منځ د بحران دحل له پاره قدم واخلي . بلکه پخپله دهغه هیواد سیاسي احزابو یو دبل سره سرونه نژدې کوي او دحل لارې راباسي ، دهغه هیواد عسکري قوتونو هم په داسې حال کې چې د اوسنیو لانجو په سر د راپیداشوي بحران دپاې ته رسیدو غږ کوي ، په ټولو سیاسیونو غږ کړې چې پخپلومنځو کې دحل لاره پیدا کړي .

نوازشریف چې د هغه هیواد صدراعظم دې او مخالفینو یی ورته د شهنشاه لقب ورکړې خپل ځان په تنګناکې ګوري اوپه دې پوهیږي چې که یو ځل یی دمخالفینو د غوښتنو له مخې ځان ګوښه کړ نود بیرته را تګ چانس یی ډیر کم دې . خوبیا هم دمذاکراتو لړۍ روانه ده ، چې په دې لړ کې د هغه هیواد د اسلامي تحریک مشر د یوه مصلح او خیرغوښتونکې په څیر مهم رول لوبوي .

ددې علت دادې چې په پاکستان کې سیاسي احزابو وده کړې ، هلته نظام د سیاسي احزابو په موجودیت باندي ولاړ دې ، ولس هم دسیاسي احزابو د اهدافو په مطابق هغوې ته رایه او ووټ ورکوي اوبیا بریالي ګوند خپل حکومت جوړوي.

ائتلافي نظام :

داڅو میاشتې کیږي چې په پرلپسې توګه د ملې یووالي دحکومت تر نامه لاندې د یو آئتلافي نظام د جوړولو هڅې کیږی . دا هڅې د امریکا په مستقیمه لاسوهنه او د بریالي کاندید د مجبوریتونو څخه په ګټې اخستو سره پیل شوي ، که چیري په همغو لمړیو وختو کې دپردیو دمداخلي له پاره چانس نه وې ورکړل شوی او بریالي کاندید په کلکه خپل دریځ اعلان کړې و نو حالات به تر دې ځایه نه را رسیدل .

اوس په داسې حال کې چې په کابینه کې داجرائیوي پوست په رامنځته کیدو سره هڅه کیده چې د ملي یووالي دحکومت ستونزه حل کړل شي ، خو ستونزه دحل په ځآې نوره هم پیچلې شوه . د اشرف غني د ټیم د نرم خویه کسانو د خویی څخه په ګټې اخستو سره ، د همپالنې ټیم دپوره ګټې اخستو هلې ځلي پیل کړې دي . لمړۍ یی هغوې دې ته وهڅول تر څو ددوې یا ناکامه کاندید له پاره اجرییوي پوست تولید کړي . خو ددې پوست د راپیداکیدو سره سم ددې پوست په واک اواختیاراتو باندي خبرې پیل شوې ، د اشرف غني ټیم دغه پوست د حکومت برخه ګڼي او وایی چې د قواعدو او قانون له مخې به هر څوک چې په دې پوست باندی ټاکل کیږي هغه به د ولسمشر دحکم تابع وي . خو دهمپالني ټیم اوس وایی چې نه د دغه پوست مشر به دکابیني مشري هم په غاړه لری او تر څنګ به یی ورته دکابیني دنیمایی وزیرانو د ټاکلو واک هم ورکول کیږي.

دغه لانجه ډاګیزوي چې نه دا دملي یووالي حکومت جوړښت موندلې شي او که ویی مومي هم ، نو هغه به ډیر موقت او د لږ وخت میلمه وي . ائتلافی نظامونه نه دکار کولو جوګه وی اونه د ولس دخدمت ، په ځانګړې توګه هغه نظام چې ددوو سرسختو مخالفو رقیبو ډلو ترمنځ منځته راشي ،هغه بلکل د کار وړ نه دی . ځکه په دې نظام کې به رقیبي ډلې یو دبل د ناکامۍ هڅي کوی او هڅه به کوي چې دخپل بل رقیب پښې ور پرې کړي . مونږ ددې پایلي د همدا اوس د ښاغلي مسعود په خبرو کې په زغرده کتلې شو . هغه وایی چې د اجرايي چوکۍ له خیره په دې خاطر تېر شو چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دا چوکۍ غوښته خو هغوی اوس په دې هم قانع نه دي، وايي چې کابینه دې د اجرايي چارو د ريیس تر لاس لاندې وي او نیمايي کابینه دې هم د دوی په خوښه وټاکل شي.»

په افغانستان کې چې امریکایانو د ټاکنو وروسته دنظام د جوړښت له پاره کومه نوي تجربه اختیار کړي دا په نړۍ کې مثال او نمونه نه لري . په پارلماني نظامونو کې ائتلافي حکومتونه جوړښت مومي خو هغه د همغه ګوندونو له اړخه منځته راځي چې په ټاکنو کې یی دګډون وروسته مناسبې چوکې تر لاسه کړي وی او په اهدافو کې یو بل ته ورته والي ولري . خو زمونږ په هیواد کې برعکس د متضادو قطبونو تر منځ د نظام د جوړښت له پاره هلي ځلي کیږي . چې پایلي یی دهمدا اوسه د ناکامۍ اوخسران زیرې ورکوي .

دغسې یو ائتلافي نظام هیواد والو پخوا هم تجربه کړې دې . په دې اساس به د احتمالي بریالي کاندید اشرفي غني له پاره ډیره مناسبه وي چې د ائتلافي حکومت د جوړښت څخه ځان وژغوری . حکومتي ټیم دداسې وګړو څخه جوړ کړي چې دده همفکر او دده دپروژو په پلې کولو کې ځلانده رول و لوبولې شی .

وروستۍ پایلې :

دهمپالنې دټیم دغه اوسني ګواښوونه دا ډاګیزوي چې هیواد مو د یوه بل ستر بحران په لور روان دې . په اوسنۍ وضع کې ، که د ټاکنو پایلې اعلان هم شی ، اوبیا ګټلې ټیم دخپل حق نه ددفاع په ځآې دائتلافي نظام د جوړښت او د رقیب د غورزو پرزو تر مخ د تسلیمیدو لاره خپله کړي نو دخپلې تجربي له مخې په دې باور یم چې دغه ډول نظام به په هیڅ صورت مخته ولاړ نه شی . طبیعي پایلي به یی ډیرې بدې او دهیواوالو له پاره د تباهۍ نه ډکې وي .
دا پایلي به نه یواځي دګټونکې ټیم له پاره خطرناکې وي بلکه د بایلونکي ټیم بلواګرانو ته به ، چې نوی نوي میلیاردران شوي ، او دبیروني هیوادو تر څنګ یی په هیواد کې هم پانګه اچونه کړې ، د تعمیراتو ، شرکتونو ، فابریکو او ….خاوندان دي ، ډیره خطرناکه وي . ځکه په هیواد کې د بې ثباتۍ او نا ارامیو په صورت کې دهغوې خپله پانګه اچونه د ضربې لاندې راځي . او هر څه به یی په څو ورځو کې د خاورو اوایرو سره برابر شي .

په دې اساس داسې ګمان کیږي چې د همپالنې د ټیم ټولې غورزې پرزې اوس په دې متمرکزې دي چې د اشرف غني د احتمالي ګټې نه د مخنیوي په خاطر داسې بحران رامنځته کړي تر څو په هیواد کې یو موقت نظام جوړ کړل شی اویا هم ولسمشر کرزی مجبور کړي تر څو خپل واک خپل لمړۍ معاون ، ښاغلي قانوني ته ، چې دهمپالنې د ټیم فعال غړي دې حواله کړي ، اوپه دې توګه دهمپالني ټیم وکولې شي خپلې پخواني جرړي نورې هم وغځوي او بیرته ددې لارې په نظام ولکه وکړي .

اما داسې څرګندیږي چې دهغوې دا هڅه به هم بریالۍ نه شي ، ځکه ولس اوس هغه پخوانې ولس نه دې چې ددوې دغسې خپلسرې او بلواکې واکمنۍ ته سر ښکته کړي . همدا اوس د جنوب غرب دحوزې ولایتونو او ترڅنګ یی دپکتیا او پکتیګا ولایتونو جرګو او پریکړو دا ډاګیزه کړه چې ولس یو ځل بیا د شمال د ټلوالې د ټوپک سالارۍ نظام ته سر نه ټیټوي .

خو وسلوال مخالفین چې لا دپخوا څخه په خپلو ګرمو سنګرونو کې پراته دی ، ددې موقع او فرصت نه ډیره ګټه پورته کولې شی . طبیعي ده چې که چیرې دغسې حالات منځته راځي نو یو ځل بیا به د ګاونډیو دمداخلې له پاره لاره هواریږي او د ۹۲ کال خونړې اوتباه کونکې پيښې به را تازه کړي .

غوره او غوڅه خبره داده چې زمونږ دهیواد دا بلواکې سیاستوال دې ددې ټاکنو څخه د بیزو زخم نه جوړوی چې په هر وار لاس وهنه یی زخم نور هم زیاتیږي . هغوې چې دوسلوال پا څون نغارې ډبوي باید وپوهیږي چې هغوې هم دبنګړو بار په اوږو لرې چې په یوه کوتک سره یی هر څه له منځه ځی .

زمونږ سیاستوال باید دخپلو ګټو په ځآې د ولس د ګټو په خاطر قرباني ورکړي ، او په هیواد کې ددغه اوسني ګټونکې نظام د په رسمیت پیژندلو له مخې هم خپل ځان ، هم خپله سرمایه اوپانګه او هم خپل سیاسي ژوند د ګواښ نه وکاږی او د راتلونکې رقابت له پاره ځانونه تیار کړي .

په همدې کې د ټولو خیر دې .

ددې مضمون په لیکلو کې دکورنیو یو شمیر بریښنا پاڼو څخه په مننه ګټه اخستل شوې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x