افغانستانخبرتیاوی او پیغامونه

د خالص بابا شعري ټولګه «دامونه او دانې» دویم ځل چاپ شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د هېواد د ملي او جهادي حماسو د ډګر د تورې او قلم د خاوند نوموتي ديني عالم او جهادي رهبر مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا (رحمه الله) شعري ټولګه «دامونه او دانې» له نویو زیاتونو سره دویم ځل چاپ شوه.

دامونه او دانې چې د مرحوم مولوي خالص بابا (رحمه الله) یو شمېر اشعار په کې راټول شوي په ۲۲۶ مخونو کې د احسان خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوې.

ددغه چاپ یوه ځانګړتیا داده چې د مرحوم خالص بابا یو شمېر داسې اشعار هم پکې راټول شوي، چې له دې وړاندې نه و چاپ شوي، او د شعر تر مينه والو به نه وي رسېدلي.

په دغه چاپ کې د مرحوم خالص بابا سریزه چې د ۱۳۸۱ لمریز کال د وري په ۲۷مه يې د لومړي چاپ لپاره لیکلې په سر کې چاپ شوې. مرحوم خالص بابا د «دامونه او دانې» په اړه وايي چې دا سمه نه ده چې دده «ټول شعرونه به همدا وي، که په سیند کې لږې نورې غوټې ووهي، نو ښايي نور څه هم لاس ته ورشي».

د پښتو ادب سرلاری او مشهور لیکوال استاد محمدآصف صمیم د کتاب د دوهم چاپ لپاره د «دانو او دامونو کار وکړ، خو…» تر عنوان لاندې تازه ليکنه کړې، په داسې حال کې چې د «دامونو او دانو ته کتنه» په عنوان د لومړي چاپ لپاره د ښاغلي صميم ليکل شوې مقاله هم په خپل ځای پاتې ده، چې کتاب ته یې ځانګړې ښکلا بښلې.

همدا راز ژورنالست او لیکوال ښاغلي شهرت ننګیال هم د خالص بابا په دغې ټولګې د «رهبر خالص – نبي خېل شاعر» تر عنوان لاندې اوږده لیکنه کړې.

د مولوي خالص بابا زوی او ځایناستي مولوي انور الحق مجاهد هم په دامونو او دانو لنډه لیکنه لیکلې او دوهم ځل د دغه کتاب بیا چاپونه يې ستایلې.

کتاب احسان خپرندویه ټولنې لخوا خپور شوی او دانش خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی.

د دغه لینک په کېکاږلو سره کتاب خپل کمپیوټر ته ښکته کولای شئ.

دوهم لینک

 

damoona aw dani 2

 

damona_aw_dani 7

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x