دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۵)

لیکوال: حامد افغان

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي ته وایې: ته باید داسي ملګري ولرې چې د خلکو له حالاتو دي په کره توګه خبروي، نو کوم ځای چې څه فساد رامنځته شوی وي د اصلاح له پاره یې بیړه وکړه، او کوم ځای چې اصلاح او ښه والی رامنځته شوی وي هلته کوښښ وکړه چې نوره اصلاح هم زیاته کړې او خلک نور هم ښو کارونو ته وهڅوې.

د خلکو له حالاتو ځان خبرول او که یې په منځ کې بیلاري، ګمراهي او خپګان یا جنجال شتون ولري هغه اصلاح کول او سره خوشالول د انبیاودعلیهم السلام کار ده، او د خلکو په منځ کې ستونزې، فسادونه او دښمني را پورته کول د شیطان کار ده قرانکریم وایې: إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ. بېشکه شیطان اراده لري چې ستاسو په منځ کې دښمني او بُغض راولي.

د خلکو په منځ کې اصلاح راوستل خورا ستر دیني عمل ده اسلام له مختلفو لارو کوښښ کوي چې په هر صورت باید د خلکو په منځ کې سوله او اصلاح راوستل شي دا کار دومره مهم ده چې که یو څوک د اصلاح او سولې په نیت دروغو ته اړتیا وویني د دروغو په شان لویه او بده ګناه ورته روا ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: ” ليس الكذاب الذي يصلح بين الناس فينمي خيرا أو يقول خيرا” رواه اللخاري. یعني څوک چې د خلکو په منځ کې د اصلاح له پاره دروغ وایې او د خیر کار پر مخ ولي او د خیر خبره کوي هغه دروغژن نه دی، علماء وایې: ” إن الله أحب الكذب في الإصلاح وأبغض الصدق في الإفساد ” یعني د خلکو د اصلاح له پاره دروغو سره الله مینه لري او د خلکو په منځ کې فساد رامنځته کوونکو رښتیاو نه کرکه کوي.

د خلکو په منځ کې د اصلاح د فضیلت له پاره دا حدیث کافي ده رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: ایا تاسو ته له (نفلي) لمانځه، روژې او صدقې غوره او لوړه درجه لرونکی عمل در وښیم، هغوی وویل: ولي نه يارسول الله، رسول الله وویل: هغه د خلکو په منځ کې سوله او اصلاح راوستل دي، ځکه د خلکو په منځ کې فساد او شخړې رخېیونکی عمل ده . په بل روایت کې راغلي چې رسول لله صلي الله علیه وسلم وویل: د خلکو په منځ کې د فساد عمل د ويښتانو رخېیونکی عمل نده بلکي د دین له منځه وړنکی عمل ده، عن أبي الدرداء قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصلاة والصدقة قالوا بلى قال صلاح ذات البين فإن فساد ذات البين هي الحالقة، ويروى عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال هي الحالقة لا أقول تحلق الشعر ولكن تحلق الدين. دا حدیث ترمذي روایت کړی ده او وایې چې دا صحي روایت ده.

انس بن مالک رضی الله عنه وایې: څوک چې د دوو کسانو په منځ کې جوړه وکړي الله به د هرې خبرې په بدل کې د یوه غلام د ازادولو هومره ثواب ورکړي ” من أصلح بين اثنين أعطـاه الله بكل كلمة عتق رقبة ” او امام الاوزاعي رحمه الله وایې: الله ته یو ډول ګام اخیستل هم دومره ګران نده لکه د خلکو په منځ کې د اصلاح او روغې جوړې په لاره کې ګام اخیستل، او څوک چې دوو کسانو په منځ کې جوړه وکړي الله به له جهنم نه نجات ورته ولیکي. ما خطوة أحب إلى الله عز وجل من خطوة من إصلاح ذات البين ومن أصلح بين اثنين كتب الله له براءة من النار.

د دې لوړو تفصیلاتو په رڼا کې ويلي شو چې د علماو مسؤلیت ډیر دروند ده دوی باید لومړی خلک د خلکو په منځ کې د اصلاح او سولې په ضرورت، اهمیت او فضیلت باندي پوه کړي او په دویمه درجه کې باید هر ځای د اصلاح او سولې په رامنځته کولو کې له هر چا نه مخکي او د هر چا لارښود او رهنما واوسي، داراز باید دوی خلک پوه کړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له غوره لارښوونو سره سم د خلکو په منځ کې فساد او شخړې له نورو ګڼ شمیر ټولنیزو ستونزو سره دین ختموونکی خطرناک عمل هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x