نړۍ

وال سټريټ ژورنال: اسلامي دولت د سيمې او نړۍ ټول دښمنان پر يو ټغر راټول کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): له امريکا خپريدونکې وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې د عراق او شام اسلامي دولت هيښوونکو پرمختګونو د سيمې په ګډون د نړۍ ټول دوست او دښمن هېوادونه پر يو ټغر راټول کړل. ټولو دښمنو هېوادنو اوس پتيلې، چې د اسلامي دولت د مخنيوي لپاره بايد سره يو شي او خپله دښمني هېره کړي او که دغه چانس څخه يې ګټه پورته نه کړه، نو اسلامي دولت به د خپل بې ساري پرمختګونو په نتيجه کې ډېر ژر د سيمې هېوادونه ونيسي.

ورځپاڼه زياتوي، چې شيعه ايران او سني سعودي عربستان، چې د يو بل ازلي دښمنان دي، اوسنی دښمن ورته يوازې او يوازې اسلامي دولت ښکاري او په دې سره سلا شوي، چې د دواړو هېوادونو اصلي دښمن د عراق او شام اسلامي دولت دی او دوی بايد د دغه دښمن پر وړاندې مقابله وکړي.

دواړه هېوادونه وايي، چې په ګډه به عراق کې د ولسمشرۍ د راتلونکي نوماند ملاتړ کوي او عراق کې به سني او شيعه ډلې سره يو کړي، تر څو د اسلامي دولت د پرمختګونو مخه ونيول شي.

وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې د دواړو هېوادونو مشران د اسلامي دولت د مخالفت له امله مجبور شول، چې روانه اوونۍ د يوې ګډې غونډې په ترڅ کې په يو شمېر پرېکړو سره سلا شي.

له ډېرې مودې راهيسې د ترکيې او کردانو تر منځ شخړې او نښتې روانې دي. دغه کردان د عراق، سوريې او ترکيې تر منځ د يو ازاد هېواد غوښتونکي دي، مګر اوس يې خپله ټوله توجه د اسلامي دولت د ځپلو لپاره ځانګړې کړې دي.

وال سټريټ ژورنال ليکي، چې روس او امريکا د اوکراين او عربي نړۍ په اړه د يو بل ضد کړنلارې او موخې لرې؛ مګر د اسلامي دولت په اړه بيا په يو کتار کې ولاړ دي او په ګډه غواړي، چې اسلامي دولت له منځه يوسي.

روس، امريکا او ګرده نړۍ ويني، چې اسلامي دولت د عراق او شام ډېرې سيمې نيولي او په دغو دواړو هېوادونو کې يې نړيوال نظام ته هېښوونکي ګواښونه متوجه کړي دي.

نوموړې امريکايي ورځپاڼه ليکي، چې امريکا بايد د اسلامي دولت د مخالفينو کلک ملاتړ وکړي، تر څو اسلامي دولت ښه وځپي او هغه خلک، چې د اسلامي دولت له ګواښونو سترګې پټوي، بايد امريکا يې وهڅوي، چې د اسلامي دولت پر ضد په ګډه ګامونه پورته کړي او دغه ګواښ د تل لپاره له منځه يوسي.

د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار «زیبيګنو بریزينسکي» ويلي، چې کوم هېوادونه غواړي، په سيمه کې ارام او خوشحاله ژوند وکړي، نو بايد د اسلامي دولت د ګواښونو د مخنيوي لپاره سره لاسونه يو کړي او دغه چانس ضايع نه کړي.

بريزينسکي د ترکيې، مصر، ايران، سعودي عربستان، اسراييلو او سوريې يادونه کړې ده.

زلمی خليل زاد، چې پخوا يې عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفير په توګه دندې تر سره کړي وايي، چې دوی بايد داسې ګروپ جوړ کړي، چې سيمه ييز هېوادونه به پکې د ستراتيژي جوړوونکو رول لري او په ګډه به د اسلامي دولت پر ضد جدي او بيړني ګامونه واخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x