
ټاکنو کمېسیون: د رایو د تفتیش بهیر به سبا پای ته ورسیږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تر دې مهاله يې د ټولو صندقونو نېږدې ۹۴٪ رايې تفتیش او بیا شمارلي دي او احتمال لري چې سبا دا بهیر پای ته ورسیږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور نن په کابل کې په یوې خبری ناستې ته وویل چې ۲۱۳۴۳ د رایو صندقونه یې بیا شمېرلې او یواځې ۱۴۸۵ صندقونه پاتي چې احتمال لري سبا دغه ټول هم تفتیش شي.
د نور په وینا په دوه بېلابېلو کاري شفټونو کې ۲۴۰ ټیمونه د رایو د بیا شمېرنې بهیر مخ پر وړاندې وړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر د ټاکنو د کمېسیون، د ملګرو ملتونو د متخصصینو او د کورنیو او نړیوالو څارونکو تر وړاندې پر مخ روان دی.
نور وویل چې «نن د رایو د شمېرنې او تفتیش بهیر ځانګړي نظم څخه برخمن و، دغه بهیر د ملګرو ملتونو د کارکوونکو، ملي او نړیوالو څارونکو په شتون کې په ډيره ښه توګه روان دی او دومره هم ویلای شم، هغه مهال چې د دواړو کاندیدانو څارونکي دلته وه، تر هغه اوس کار په ډير دقت او ښه توګه روان دی».
نور په وینا د ۲۲۸۲۸ محلونو د رایو شمېرل او تفتیش کوم اسانه کار نه و، بلکې یو ستونزمن او کړاوونو ډک ماموریت و.
د یادونې وړ ده چې د رایو د تفتیش بهیر د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د څارونکو پرته روان دی او ټاکل شوې چې نېږدې وخت کې به پایلې اعلان شي.
د عبدالله ټیم تېره اونۍ د رایو د باطلونې لایحه تر نېوکې لاندې ونېوله او د رایو د تفتیش بهیر سره یې بایکاټ وکړ.
د عبدالله د ټیم د بایکاټ وروسته د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم د ملګرو ملتونو په غوښتنه د رایو د تفتیش په بهیر کې ګډون ونه کړ او واک یې یوناما ته وسپاره.