خبرونهنړۍ

سعودي حکومت یو مشهور داعي له خپل هیواد څخه اخراج کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۳ل) د سعودي چارواکو مشهور عالم او داعي دکتور توفیق الصائغ له دې هیواد څخه وایست.

توفیق الصائغ تکړه داعي، خوږ ژبی قاري او په جده کې د «اللامي» مسجد امام و.

نوموړی له آره د اریتیریا اوسیدونکی و خو له ۳۵ کالو راهیسې د سعودي په جدې ښار کې استوګن او په دعوتي چارو بوخت و.

د راپورونو له مخې وروسته له هغه چې سعودي چارواکو د دکتور توفیق د اخراجولو اعلان وکړ نوموړی د کعبې شریفې زیارت ته ورغی، رسنیو د دکتور توفیق هغه انځور خپور کړی چې په کې نوموړی په داسې حال کې لیدل کیږي چې په کعبې شریفې یې دواړه لاسونه ایښي او د وروستي دیدن په توګه یې زیارت ته ولاړ دی.

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د نوموړي د ایستلو د پریکړې لامل نه دی په ګوته شوی، خو د سعودي رسنۍ وايي چې دکتور توفیق الصائغ په دې هیواد کې د «کفالت» د نظام نیمګړتیاوې بیانولې او دا نظام یې د اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې باله.

دکتور الصائغ د فلسطیني مبارزې د ملاتړ او په مصر کې له پوځي کودتا سره مخالف نظر هم درلود.

tawfiq
په انځور کې نوموړی په داسې حال کې لیدل کیږي چې په کعبې شریفې یې دواړه لاسونه ایښي او د وروستي دیدن په توګه یې زیارت ته ولاړ دی

یو کال وړاندې چې کله د مصر پوځي واکمن عبدالفتاح سیسي د رابعه په میدان کې په لاریون کوونکو قتل عام ګډ کړ، ښاغلي الصائغ د جمعې په خطبه کې په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهیدې دا عمل په کلکه وغانده او هغه خلک چې په یو نه یو ډول یې له سیسي سره مرسته کړې وه «په قتل کې شریک» وګڼل.

د دکتور توفیق الصائغ د ایستلو په پریکړې ګڼ شمیر سعودي علماوو او داعیانو خواشیني ښودلې. شیخ سلمان العودة په ټویټر کې په خپلې پاڼې لیکلي: «د الله تعالی ځمکه پراخه ده، الله جل جلاله دې درته نوی استوګنځای بختور وګرځوي، مونږ ستا په بیلتانه باندې غمژن یو».

دکتور توفیق الصائغ څه موده وړاندې په جده کې د «اللامي» مسجد له امامتۍ څخه هم ګوښه شوی و.

نوموړی د تدریس، دعوت او قرائت په برخو کې وتلی او پیژندل شوی شخصیت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x