fbpx

مصري ولس هم دحسني مبارک پرضد پاڅون وکړ

egypt-mazahiraنن آسيا/بي بي سي عربي:

دتيونس له ولس نه په الهام اخستلو سره دمصر ولس هم د ولس مشر حسني مبارک دراپرځولو په موخه بېساري مظاهرې پيل کړيدي.
دغه مظاهرې دمصري ولس دقهر اوغضب دڅپې يوه برخه ده چې په دغه هيواد کې له اوږده مستبد او دکتاتوري رژيم،بې کارۍ،دولتي اختلاس،تعذيب او نورو ستونزو نه ترپوزي راغلي دي.

پدې لړ کې نن ورځې ته ديوم الغضب نوم ورکول سوی وو او په ترڅ کې يې خورا ستري مظاهرې پلان سوي وې.

ددغې ورځې په اوږدو کې دمصر په پلازمينه قاهره،اسکندريه،سويز او نورو ښارونو کې په لسګونو زره خلک واټونو ته راووتل او دحسني مبارک دليري کيدا غوښتنه يې وکړه.

مصري حکومت دمظاهرو دمخنيوي لپاره په زرګونو ضربه پوليس سړکونو ته را ايستلي وو او داوښکي بهونکي ګاز او اوبو بطريې يې هم دواټونو پرسر ځای په ځای کړي وې.

دبي بي سي عربي دیوه وروستي راپور له مخې مصري افسرانو هڅه وکړه چې دځانګړو موټرو له لاري پرمظاهرينو اوبه وشيندي او هغوي له خپل عزمه پرشاکړي،خو احتجاج کونکو داوبو په دغو لاريو بريد وکړ اوهغه يې ترخپل واک لاندي راوستل او برعکس يې پر پوليسو د اوبو باران جوړ کړ.

پوليسو مزاحمت وکړ چې په ترڅ کې يې يو تن پوليس ووژل سو. دپوليسو په ځوابي ډزو کې دوه مظاهرين هم وژل سويدي.

دبي بي سي د وينا له مخکې دمظاهرينو په څيرو کې دحکومت پرخلاف غوسه له ورايه ښکاري اوهغوي پتييلې ده چې يابه مري او يابه حسني مبارک له واکه ګوښه کوي.

مصري حکومت له مظاهرينو په سرکې وغوښتل چې له مظاهرو لاس واخلي کنه نو وبه نيول سي،دبي بي سي په وينا دنيول کيدا کلمه دمصريانو لپاره دتعذيب او ځورونو ديوه ډارونکي خوب په مانا ده.حکومت پدې تمه وو چې مظاهرين به ګوندي ددغه خبرداري له اوريداسره وشيندل سي،خو له بي بي سي سره په خبرو کې ګڼو مظاهره کونکو داخبره په ډاګه کړه چې هغوي هيڅ څه هم نلري چې له لاسه يې ورکړي اوياهم ارمان پسې وکړي.

داحتجاج کونکو په وينا هغوي به ترهغو په کراره نشي ترڅو يې حسني مبارک زغلولی نه وي.

مظاهرينو دحسني مبارک اودهغه دزوی ګمال چې ګومان کيږي له پلاره وروسته به هغه هم دژوند ترپايه دمصرپه تخت ناست وي،انځورونو ته اورونه واچول.

دبي بي سي دراپور له مخي مظاهرين خورا له عزمه ډک ښکاري او دنن شپې لپاره هم دقاهرې په مرکزي ميدان طاهر کې پاتې شول چې دسبا ورځي داحتجاجونو لپاره تياری ونيسي.

احتجاج کونکو پرفيسبوک باندي د۲۵ جنوري،دانقلاب اوغضب ورځ په نامه يوه پاڼه هم جوړه کړيده او له مصري ولسه يې غوښتي دي چې مظاهرينو ته کمبلي او خوراکي توکي ور ورسوي ترڅو دهغوي داحتجاج لړۍ سړه نه سي.

ياده دي وي چې په عربي نړۍ کې دمستبدو واکمنانوپرخلاف داحتجاج لړۍ له تيونسه پيل شوه چې په پايله کې يې دکتاتور بن علي له واکه ګوښه او سعودي عربستان ته وتښتيد.دغه لړۍ اوس ترمصره هم رارسيدلي ده او ګومان کيږي چې دحسني سادات دواک بيړۍ به هم دولسي غضب په څپو کې لاهو شي.

داحتجاج کونکو دفيسبوک دپاڼې ادرس دی:

http://www.facebook.com/Yom.Elsawra.25.January?v=wall

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د