افغانستان

غزني: د ۳ ساعتونو راهیسې د ملي امنیت ودانۍ دننه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): طالبانو نن سهار وختي شاوخوا شپږ بجې د غزني ولایت د ملي امنیت په ریاست ډله ییز برید کړی چې تر دې مهاله (سهار ۹ نیمې بجې) ددغه ریاست د ودانۍ دننه جګړه په شدت سره روانه ده.

د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ وايي چې یو برید کوونکي نن سهار ۶ بجې د یوټر بم په وسیله د ملي امنیت مخې ته چاودنه وکړه او تر هغه وروسته نور برید کوونکي برید پیل کړ.

د والي ویاند وايي چې په برید کې ۲ پولیس او ۱۳ برید کوونکي وژل شوي او برید پای ته رسېدلی دی.

خو عیني شاهدان وايي چې برید لا هم روان دی او د ریاست د دوانۍ دننه خال خال ډزې کیږي. د ځايي خلکو په وینا مرګ ژوبله تر هغه څو چنده زیاته ده څومره چې رسمي سرچېنو اعلان کړې.

د غزني ولایت د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي چې په برید کې ۲ پولیس وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي.

نوموړي همدا راز د ۱۳ برید کوونکو د وژنې او د جګړې پای ته رسېدنې ادعا کوي.

د ملي امنیت د ریاست سره نېږدې د ولایت مقام، څارنوالۍ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست، حرم سرای او د افغانستان بانک نمایندګۍ پرتې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د غزني ولایت په مقام، د ملی امنیت په ریاست، امنیه قومندانۍ او د چټکو واکنیش عسکرو په مرکزونو دوی د ۳ موټر بمونو په وسیله برید پیل کړی.

مجاهد وايي چې جګړه دا اوس (۹ نیمې بجې) هم په شدت سره روانه ده او لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غزني ولایت د ملکي روغتون رییس باز محمد همت وايي چې تر دې مهاله ورته ۵۰ ټپیان ور وړل شوي.

نوموړی زیاتوي چې په ټپیانو کې زیات شمېر نظاميان او ځينې ملکیان هم دي.

د پېښې نور جزییاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x