افغانستان

ختیځ کې د ناټو یو عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې نن /پنجشنبه، وږي ۱۳مه/ د افغانستان په ختيځ کې د ناټو یو عسکر وژل شوی دی.

ناټو د خپلې پالیسۍ له مخې د دغه عسکر هویت او د وژنې دقیق ځای نه دی څرګند کړی دی.

بهرني ځواکونه چې اوس په مخامخ نښتو کې په خپله سهم نه اخلي دغه ډول وژنې ډير زوروي.

د ایساف ځواکونه وايي چې د روان کال له پیله ۵۹ بهرني ځواکونه وژل شوي چې ۴۲ يې امریکايي او ۶ بریتانویان دي.

ایساف په وینا اوسمهال دوی په افغانستان کې ۵۰ زرو شاوخوا عسکر لري چې د روان کال تر پایه به له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x