جوبايډن : 2003 م کي په عراق حمله يوه تېروتنه وه

biden-handsدامريکادولسمشرنائب جوبايډن اعتراف وکړچې په دوه زره درېيم کي په عراق دامريکاحمله يوه غلطي وه.

جوبايډن په واشنګټن کي د ديمکراتانوپه پارلمان کي دغونډي په مهال په خپلوخبروکي وويل چې واشنګټن به په عراق دکړي حملې له سره اونوی غورکوي، بايډن وويل چې که ماضي راګرځول ممکن وای نووړومبي ولسمشر ( بش ) به دعراقي ولسمشر ( صدام ) په خلاف دحملې تېروتنه نه کوله.

جوبايډن په 2002 م کي دسنيټ په ناسته کي په عراق دحملې حمايت کړی وخونن يې وويل چې په عراق کي دوينوتويول اودکلونوکلونوغم اودرد دنه زغملودی اوداسي نه وه په کار، نوموړي زياته کړه چې داجنګ دومره مهم نه وچې دګټلوله پاره يې له څلورزره زياتوامريکايي فوځيانومړينه برداشت شي، ده وويل چې اياداجنګ دومره مهم وچې دېرش زره امريکايي پوځيان دوراوښتوټپونوله کبله ټول ژوند د ډاکټرانوترکتني لاندي تېرکړي؟
ديادوني ده چې په عراق کي امريکايي فوځيانوخپلي جنګي هلي ځلي پای ته روسولي خوله دې سره سره اوس هم په عراق کي پنځوس زره امريکايي فوځيان شتون لري چې دروان کال ترپايه به ټول له عراق څخه ووځي.

2011-01-23

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د