ټولنیزه برخه

د پیداښت حقیقت ـ د ډاروین د نظریې رد ـ دویمه برخه

لیکوال: محمد فتح الله ګولن
ژباړن: دادمحمد ناوک

بې له شکه د داسې خیالي فرضیو په سر کې د تکامل یا بشپړېدو فرضیه هم شامله ده. که څه هم زما غوندې د بل مسلک درلودونکي دا کار نه دی چې په دغه فرضیه وغږېږي، خو  مجبور یم چې د حقایقو اړوند خپلې خبرې روانې وساتم. کنه لازمه خو داده چې د تکامل پر خیالي فرضیې باید د هېواد او آن نړۍ په سطحه، د جنین پوهنې، فوسیل پوهنې او الهیاتو علومو عالمان سره راټول اود مالوماتي کنفرانسونو له لارې دغه فرضیه په مسلکي او مدلله توګه وڅېړي، ځکه چې ځینو ته دغه فرضیه په اوس وخت کې یوه داسې علمي او دګمايي ـ بې دلیله  عقیدوي ـ موضوع ښکاري، چې آن پرې بحث کول هم ورته ګناه ښکاري.

یو اړخ ته اوس هم زموږ په منځ کې د الهیاتو د علماوو نشتوالی او بل لوري ته د دې علم زده کړه د يوې هیلې په توګه پاتې کېدل یو تریخ حقیقت دی، د ځينو له قوله نږدې یوه پېړۍ کېږي چې د الهیاتو نه زده کړې ځینې مثبت علوم رانه پاتې کړي دي. په داسې یوه چاپیریال کې د داسې موضوع څېړل چې په عین وخت کې زما مسلک هم نه دی، مګر د ایمان او بې ایمانۍ ترمنځ یو کلک دېوال دی، څېړل یو څه سخت راته برېښي. خو بیا هم د خپل ایماني مسوولیت له مخې څومره چې پرې پوهېږم تاسې ته يې وړاندې کوم. اصلاً په دې برخه کې زما د کار مؤخه همدا وه چې د دې علومو او مسلک خاوندان په غیرت راولم، هیله ده چې دوی د خپل مسلک له مخې دغه موضوع راتلونکي نسل او دې ځوانانو ته چې له يوې پېړۍ راهیسې يې ذهنیتونه ګډوډ او آن ایمانونه يې غلا شوي دي، رڼه پر میدان کېږدي.

پر دې باید اعتراف وکړم، چې تر دې موضوع دغې بلې برخې ته چې پخپله سینه کې اسلامي احکام دې نسل ته وروسوم، ډېر په تلوار کې یم، تمه لرم چې زموږ ځوانان به د اسلامي احکامو د تبلیغ په اورېدو د خپل زړه ټکانونه احساس کړي او یو باوري نسل به واوسي. پر دې سربېره ځینې داسې کسان زموږپه بې سوادو، باسوادو او آن علماوو کې شته چې د الله جل جلاله ایاتونه او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم احادیث هم د ډاورنیزم په تاید کې استعمالوي، په داسې حال کې چې د انسان دپیداښت موضوع یوه عقیدوي موضوع ده، چې د قرآن په ایاتونو تاید شوې ده.

یوه پېړۍ وړاندې علامه حسین جسري د ډاروین د نظريې اړوند وویل: «دا یوه فرضیه ده، که کله د یو مثبت واقیعت په توګه رامنځ ته شوه، نو موږ به يې هم له قرآني ایاتونو سره وګورو.» علامه حسین جسري ته په پوره احترام، خو په دې برخه کې ورسره موافق نه یم، ځکه چې د ډاروین د تکامل یا بشپړتیا فرضیه هیڅکله د قرآن له ایاتونو سره سر نه خوري.  هغه ته ژوند د اسبابو له تصادفه زېږدلی ښکاري، په داسې حال کې چې ـ ژوند ورکول او بېرته اخیستل ـ د الله جل جلاله فعلي صفتونه دي. که څه هم د مرګ اړوند د ځینو اسبابو په اړه خبرې کولای شو، خو د ژوند ورکول تر اسبابو پورته خبره ده. ژوند ورکول یواځې د الله جل جلاله په اراده پورې تړلي چې هیڅ سبب ته اړتیا نه لري، ځکه خو ژوند ورکول په هيڅ ډول د اسبابو په زور نشي تشریح کېدلای. د دې پورته دلایلو له مخې وایم  چې د ډاروین فرضیه یواځې یوه فرضیه ده، چې کله هم په قرآني ایاتونو یا هم نبوي احادیثو نه تشریح کېږي. د دې موضوع  د راسپړلو یو علت هم همدا و.

ډاروینیزم یوه داسې فرضیه ده، چې په یوه فرد ـ ډاروین یا لامارک ـ پورې يې نشو تړلای، پر دې سربېره چې په تېرو پېړیو کې ځینو اشخاصو د دې فرضيې د تبلیغ لپاره کار کړی، زموږ په وخت کې هم داسې نوي ډاروینستان شته، چې غواړي په بېلابېلو لارو دغه فرضیه په خلکو کې خپره کړي، دوی ډاروین ته په بېلابېلو لقبونو ورکولو د خلکو پام ځانته را اړوي، دا د دوی عادت چې که يې یوه طریقه ونه چلېږي، بله رامخته کوي. خو یو تریخ حقیقت دادی چې د ډاریون دغه نا ثابته فرضیه چې کله به هم ثابته نه شي، په ښوونځیو، پوهنتونو او علمي مؤسسو کې د یو ثابت علمي حقیقت په توګه تدرسېږي. الله جل جلاله دې وکړي چې زموږ ځوانان دغه فرضیه د ټولو اړخونو سره مطالعه کړي او زموږ علمي مؤسسې له داسې نظریو چې هیڅ ثبوت نه لري، پاک کړي.

داسې کسان هم شته چې د تکامل د فرضيې د اثبات لپاره له ـ بل رنګوالي ـ کار اخلي او دا موضوع يې لابراتوارو ته کش کړې ده.  ځکه خو غواړم، چې د ډاروینیستانو، نیو ډارونیستانو او د ـ بل رنګوالي ـ د همفکرو د پوهولو لپاره له قرآني او نبوي دلایلو په ګټې سره دغه موضوع تشریح کړم.

تکامل ـ بشپړتیا ـ (Evolution)

له بسیطوالي مرکب توب ته، یا هم له بې ارزښتۍ نه با ارزښتۍ ته رسېدل، تکامل بولو. د ژوندیو موجوداتو د پیداښت او جوړښت اړوند لومړنۍ فرضیه د ډاروینیزم په نوم یادېږي. له هغه وروسته تکامل کلمه ورته استعمال شوه، چې په لاتيني ژبه کې د طبقاتي شي تر يوې ـ یوې طبقې تېرېدلو او د هغه له منځه د خبرېدلو مانالري. خو په اوس وخت کې (Evolution) د انکشاف، رسېدلو او ورو ـ ورو پوره کېدلو پرمانا دی. موږ چې کله تکامل (Evolution) یادوو، مؤخه مو د ډاروینیزم ټول پخواني او اوسني نظریات دي.

تر ډراوین وړاندې هم داسې کسان و، چې هغوی هم ورته نظریات درلودل چې ځينې کانت، باکون او هګل هم په دې ډله کې ګڼي، او ځینې نور خو بیا ابراهیم حقي ارضرومي رحمه الله (۱۸۷۰م . مړ) هم د ورته نظریاتو خاوند بولي. په داسې حال کې چې نوموړي انسان دمرتبو له مخې په وروستۍ درجه کې ګاڼه؛ داسې چې دهغه په نظر  الله جل جلا له د هستۍ په  پیداکولو کې له څلورو عناصرو ـ اوبه، هوا، اور او خاورې ـ نه لومړی معادن، بیا نباتات، بیا حیوانات او په پای کې انسان پید اکړ، او د هر یو تر منځ يې د ـ منځني موجود ـ په توګه یو موجود پیدا کړ، چې د ده په نظر د انسان او حیوان ترمنځ يې «بیزو» د ـ منځني موجود ـ په توګه پیدا کړ. چې له انسان سره ډېر ورته والی لري. ابراهیم حقي ارضرومي رحمه الله د خپل کتاب ـ معرفت نامه ـ په نولسم مخ کې پورته موضوع بیان کړې ده. مګر د پیداښت اړوند يې بې له چون او چرا نه صریح قرآني او نبوي دلایل وړاندې کړي دي. نوموړی وايي: الله جل جلاله آدم علیه السلام له د ځمکې د مخ له خاورې جوړ کړ…

که څه هم د ابراهیم حقي پورته خبرې پخپلو کې سره ټکر ښکاري، خو داسې نه ده په واقعیت کې داوړه یو ډول دي، اصلاً نوموړي په خپل مخکيني بیان کې د انسان عقلي او روحي لوړوالی تشریح کړی دی، چې ځينې اسلامي مفکرينو تر ده وړاندې هم داسې نظریات درلودل. لکه تُرک اصفهاني او ځینې نور صوفیان. یعنې د ځمکې پرمخ موجودات د عقلي او روحي استعداد له مخې یو ډول د مراتبو سلسله لري. دا یوه داسې ارزیابې ده چې ډېری مسلمان مفکرین يې مني او وايي چې د ځمکې پرمخ د موجوداتو د مراتبو سلسله له پورته نه ښکته یو نزولي او له ښکته نه پورته د جامداتو، نباتاتو، حیواناتو او په پای کې انسان ته په رسېدو یوه عروجي قوس جوړوي. کنه د درې، څلور پېړۍ وړاندې خلکو هغه ادعا چې د جینونو او کروموزونو پر مټ يې کوله هم ناممکنه ده.  ابراهیم حقي د خپل کتاب په نولسم مخکې د داسې عقلي او روحي تکامل پر اساس ارزیابي کړي دي او دوه مخه وروسته يې د پیداښت اړوند خپل نظر ورکړی او د انسان لوړوالی بیانوي او دغه کرښې يې مؤخه ښکاره راښيي: الله جل جلاله وايي چې لومړی يې له خپله نوره یو لطیف جوهر پیدا او له هغه نه يې ټول کاینات پیدا کړل، چې هغه هم د لوړ جوهري شکل،  محمدي نور، لوح محفوظ، عقل کُل او اضافي عقل پر نومونو نومولي دي.

د ابراهیم حقي دغه یادونې چې د موجوداتو د پرمختګ او بدلون حقیقت يې د مادې او روح له اړخه څېړلی، د ډاروین او لامارک له هغو نظریاتو سره چې له ده نه يې نږدې نیمه پېړۍ وروسته د انسان د بیولوژیکي تکامل اړوند وړاندي کړي دي، یو ډول ګڼل به  دهغه ستر ولي اورا وځوروي. پر دې سربېره د جمال الدین سرور رونق اوغلو په مشرۍ، ضیاء الدین فخري فندق اوغلو، جواد دروسن اوغلو او ځینو نورو د ابراهيم حقي نظریات هم د ډاروین په څېر د بیولوژیکي تکامل اړوند ګڼلي. ـ الله جل جلاله دې يې وبښي ـ .

پر پورته مختلفو نظریاتو سربېره، لومړی سړی چې تر ډاروین وړاندې يې د تکامل اړوند خپل نظر ورکړ، لامارک و، چې د ترانسفورمیسم (Ttransformism) د فرضيې پر اساس يې خپلو بحثونه پیل کړل. نوموړي دخپلې تیورې کتاب د « د زولوژې فلسفه» تر سرلیک لاندې د ډاروین د زوکړې په کال «۱۸۰۹م» خپور کړ، دغه کتاب په داسې وخت کې مشهور شو، چې ډاروین ایله بېله د کتاب لوستنې عمر ته رسېدلی و.
هغه درې مهم تاثرات  چې ډاروین ته يې د خپلې نظريې په خپراوي  او وړاندې کولو کې استقامت وربښلی و، داسې ښوودلی شو:

• راهب مالتوس: هغه وخت چې په انګلیستان کې لوږې زور اخیستی و او دولت داسې انګېرله چې د لوږې او فقر یو سبب هم د نفوس ډېرښت دی، نو دوی داسې قانون پلی کړ چې له مخې يې له دولتي خزانې نه باید غریبو او وږیو کسانو ته بودیجه ځانګړې شي او پر ټاکلي وخت پرې ووېشل شي.  په هغه وخت کې مشهور راهب مالتوس د دې قانون د خنډ ګرځېدو لپاره خپل یو کتاب د « د نفوس اړوند یو ازمایښت» په نامه په «۱۷۹۸م» کال کې خپور کړ. نوموړي په دې کتاب کې داسې ادعا وکړه چې ګواکې د ځمکې پرمخ نفوس پر زیاتېدو او د خوراک موندنې ساحه په کمېدو ده او که چېرته سیلاب، ناروغي او نور علتونه نفوس کم نه کړي، نو یو وخت به بشر د خوراک موندنې له سخت کمښت سره مخ شي. مالتوس په دې توګه غوښتل چې د وږيو لپاره ځانګړی شوی قانون دې لغوه شي. ډراوین له داسې يوې ادعا نه چې یواځې د اقتصادي اندېښنې پر اساس بنا وه، علمي پايلې راباسي او د «طبیعي ټاکنه» په نامه یوه موضوع ترې را وباسي چې په راتلونکو پاڼو کې به يې ولولئ. ان شاء الله.

• دویم مهم اثر: چې کله ډاروین د خپلو څېړنو لپاره د لوی اقیانوس جزيرو او جنوبي امریکا ته ځي، نو د الفرد رسل والاس (Alfred Russel Wallace) له هغه لیکه سره مخ کېږي چې د یو کتاب په اندازه يې ده ته لیکلی و، والاس پخپله هم د «د نویو نوعو د منځ ته راتګ د نظم قانون» په نامه د یو کتاب لیکوال دی، والاس  ډاروین ته لیکلي وو، چې په طبیعت کې داسې موجودات ژوند کوي چې له چاپیریال سره بشپړ توافق وکړي. ځکه خو د موجوداتو ترمنځ یوه ډول مجادله روانه ده. ډاروین پخپله نظريې کې له دې خبرې هم کلکه ګټه اخیستې ده.

• پر ډاروین درېیم مهم اثر: ډاروین د مخکینیو مفکرینو نظریات مطالعه کول او ګټه يې ترې اخیسته، په هغو کې داسې نظریات هم شته، چې اوس هیڅ د منلو نه دي، مثلاً دی د لامارک له نظریاتو هم متاثره و، چې د هغه په اړه عدنان ادیوار وايي: « هغه یو ساده سړی دی، ځینې مسایل يې په تلوار داسې سره راټول کړي چې له علمي طبیعت سره اړخ نه لګوي.» خو په مقابل کې يې بیا د ډاروین په اړوند داسې دعوې کېږي چې ګواکې هغه له مختلفو سرچینو نه راټول کړي افکار او نظریات په ښه توګه له علمي طبیعت سره برابر وړاندې کړي دي. په داسې حال کې که په دې باره کې ډېر ساده حقایق را میدان ته کړو، تاسې به يې ووينئ چې د ډاروین د دعوو غوندې د هغه د وړاندې کولو او طریقه هم هیڅ په علمي حقایقو او میتودولوژي ولاړه نه ده، بلکې زرګونه میله ترې لرې ده.
پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

ناوک صاحب ،السلام علیکم : تاسی ډیره ښکلی په مخه کړی ، کومه چه د انسانیت او اسلامیت له مخی او په عقلی او نقلی اسنادو او شواهدو باید متکی وی ، د دی قضیی د تفصیل د پاره د شیطانی او الهی نظامونو پلویان هر یو بیلی بیلی څر ګندونی لری د شیطانی اړخ تش په نامه پوهان په دی خبر هم نه دی چه دا نړی ، دا ژوند او بیا په دی کی د انسان پیدایښت څرنګه رامنځته شو ، داروین کوم ساینسی عالم نه وو یو الحادی فلسفی عالم وو ، هغه وخت په اروپا کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x