
لوبې: د سپین غره او هریرود لوبه مساوي پای ته ورسېده
لیکوال: اجمل ځواک – کابل
د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر د میاشتې په څلورمه د افغانستان د فوټبال غوره لیګ دویمه هفته شروع شوه، چې د دې ورځې سیالۍ د سپین غر بازان او د هریرود توفان ترمنځ وه، چې لوبه مساوي پای ته ورسېده.
لوبه ډیره ګرمه او چټکه شروع شوه او د لوبې د لومړي نیمایي په دویمه دقیقه کی د سپین غر بازان د لوبډلې لوبغاړی عبدالمنان فراهي د ګول په وهلو بریالی شو، چې وروسته د لوبې د لومړي نیمایي په ۳۷ دقیقه د هریرود توفان د لوبډلې لوبغاړي حمیدالله کریمي د ګول په وهلو سره لوبه مساوي کړه.
له ۳۷مې دقیقې وروسته هیڅ لوبډلې د لوبې تر آخره ګول ونشوای وهلای، چې بلاخره لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده او هېڅ یوې لوبډلې د لوبې ګټونکې نشوه.
په دې لوبه کې د هریرود لوبډلې د چټکې لوبې په نتیجه کې ۴ زیړ کارتونه واخیستل او د لوبې په ۷۳ دقیقه کې د هریرود د لوبډلې لوبغاړی فرزاد عطایي د سور کارت په اخیستلو سره د لوبې له میدانه ووېستل شو.
د همدې سیالیو يه دوام د پنجشنبې په ورځ د سیبټمبر د میاشتې په ۴مه لوبه به د شاهین آسمایي او د آمو څپې ترمینځ وي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه د مازدیګر په ۴:۰۰ شروع شي.