نړۍ

نن په ویلز کې د ناټو سرمشریزه ناسته پیلېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده نن پنجشنبه د وږي دیارلسمه چې د سپټمبر له څلورمې سره سمون خوري د بریتانیا په ویلز ښار کې د ناټو سرمشریزه ناسته پیل شي.

دغه ناسته چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما، د انګلیستان لومړي وزیر ډیويډ کمیرون او د ناټو د سرمنشي اندرس فوګ راسمسون پر ګډون سربېره به د نړۍ شپېتو هېوادونو مشران او استازي پکې ګډون کوي. د نړۍ پر نورو مسایلو سربېره به د افغانستان اړوند هم پکې بحث وشي.

د ناستې تر پیل وړاندې د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن له افغان خبریالانوسره په خبرو کې وویل چې دوی به له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړي او په خبره يې دوی غواړي چې له افغانستان سره اوږدمهالې سترايژيکې اړیکې ولري.

راسموسن وویل چې دی هیله مند دی چې که هر یو نوماند بریالی شي له دوی سره د صوفه تړون لاسلیک کوي، چې پر مټ يې دوی په ۲۰۱۵م کال کې هم په افغانستان کې خپل روزنیز ماموریت پر مخ بیولی شي.

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې خپل ماموریت بریالی وګاڼه او ويې ویل چې دوی یوه بریالۍ جګړه پر مخ وړې ده.

په داسې حال کې چې ډېری د نظامي چارو ماهرین پر دې اند دي چې د افغانستان جګړه د ناټو لپاره یو اوږده او تقریباً بشپړه ناکامه جګړه وه.

یاده دې وي چې د ناټو په دغه سرمشریزه ناسته کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي د افغان استازي په توګه ګډون کړی.

د هېواد د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال له ناټو غوښتي چې د تېر په پرتله باید د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د ډېرو مرستو ژمنې وشي، که څه هم څه وخت وړاندې زاخېلوال له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې امریکا په ټولو تېرو کلونو کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنه کړې، خو دوی ته پکې یواځې شل سلنه رسېدلې او پاتې نورې يې د امریکا له کانګریس سره نږدې زورورو بېرته وړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x