fbpx
۳۰کلن کرسپین لارنس او ۲۸کلن انیرد شرما دغه عجیب بوټونه جوړ کړي

له دې به نه یئ خبر، اوس بوټونه لار درښي!

نن ټکی اسیا: په هند کې د جي، پي، ایس سیسټم لرونکي بوټونه د «ما بوزه» په نامه بازار ته وړاندې شول.

دغه بوټونه د یوې خاصې لړزې په واسطه پښوکوونکي کس ته لاره ورښي او ټاکل شوي ځای ته رسېدو کې یې مرسته کوي.

دغه بوټونه د یو پانګه وال په مالي لګښت پرون بازار ته وړاندې شول.

دغه بوټونه به پښوکوونکي کس ته د لارې ښودو سره دا هم ورښي چې د لارې په اوږدو کې څو قدمه اخیستل شوي، څومره واټن وهل شوی او د دې پیاده تګ په نتیجه کې د بدن څومره انرژي مصرف شوې.

دغه بوټونه د بلیوتوت ټیکنالوژۍ په مرسته د استعمالونکي کس له سمارټ فون سره وصلیږي او په سمارټ فون کې له شته ګوګل نقشی څخه په ګټه اخیستلو سره استعمالونکې کس ته د ټاکل شوی ځای لار ورښيي.

په دغو بوټونو کې لګول شوی نه ښکاره کېدونکې بلیوتوت سیسټم د ښی خوا ته تاوېدو لپاره ښی بوټ په لړزه راولي او کېڼ لورې ته د تاوېدو لپاره چپ بوټ.

د دغو بوټونو جوړونکي ۳۰ کلن کرسپین لارنس او ۲۸ انیرد شرما دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د انجینرۍ له فاکولتې تر فارغېدو وروسته دواړو یو ځای یو وړوکی اپارتمان په کرایه ونیو او د دی بوټونو په جوړولو یی پیل وکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د