fbpx

سوډان: په دارفور کې ۲۱ کسان ووژل شول

sudan-refrendomدسوډان په دارفور سيمه کې دحکومتي پوځ اوياغي مليشوترمنځ په يوه خونړۍ نښته کې ۲۱ کسان وژل شوي اوګڼ نور ژوبل شويدي.

دفرانسې خبري اژانس دخبرله مخي دغه جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې دسوډاني پوځ يوکاروان د دارفور دکفور په سيمه کې دياغي مسيحيانو له يوه کمين سره مخامخ شو.

دسوډاني پوځ يوه ډګروال اژانس ته څرګنده کړيده چې پوځيانو له ياغيانو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې ۱۳ باغيان او ۸حکومتي پوځيان وژل شوي اوګڼ نورټپيان شويدي.

دجنوبي سوډان دخپلواکۍ دټولپوښتني وروسته دالومړی ځل دی چې په دارفور کې داډول شخړه رامنځته کيږي. په دغه ټولپوښتنه کې تر ۸۰٪ زياتوخلکو دجنوبي سوډان داستقلال لپاره رايه ورکړه.

څارونکي پدې آند دي چې دجنوبي سوډان له خپلواکۍ وروسته اوس دنړيوال استکبار پلان دادی چې دارفور هم له سوډانه بيل کړي.ددغې موخې لپاره دادی وسله والو مسيحيانو او افريقاي مسلمانوياغيانو په بيلابيلوسيموکې دسوډاني حکومت پرځواکونو بريدونه پيل کړيدي.

خودسوډان ولسمشر مارشال عمرالبشيرپه ډاګه کړيده چې دجنوب له استقلاله وروسته به سوډان ترابده يوموټی پاته سي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د