نظــر

د ناټو غونډه، او د اوباما هغه ارمان چې پوره نه شو

نن ټکی اسیا: د امریکا ولسمشر بارک اوباما په تمه وه، چې د ناټو په راتلونکې سرمشريزه کې به خپله بریا ولمانځي، او په دیموکراتیکه توګه به د قدرت انتقال په افغانستان کې خپله یو لویه لاسته راوړنه وبولي، خو د امریکايي خبري او تحليلي ويبپاڼې «بلومبرګ» په وینا د ولسمشر باراک اوباما دغه ارمان له خاورو سره خاوري شو، او پوره نه شو.

«بلومبرګ» زیاتوي، چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د ناټو په هغه غونډه کې حاضر نه شي، په کومه غونډه کې به چې د دغه هیواد د راتلونکې په اړه بحث او ځانګړې پریکړې کیږي.

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم نا څرګنده دي. کرزی نه غواړي چې د ناټو په لویه غونډه کي ګډون وکړي، هغه وايي چې بايد ژر تر ژره له ارګه ووځي، نو ځکه یې خپل دفاع وزیر دې غونډي ته ولیږه.

په واشنګټن کې د امریکا د پرمختګ په نامه ادارې یو لوپوړي غړي «برین کاټولیس» ویلي: مونږ په افغانستان کې د اعتماد وړ ملګری نه لرو، او دغه خبره په رښتیا هم مونږ یو ډیر ستونزمن حالت سره مخ کړي یو.

نوموړي زیاته کړه چې ډیره نژدې ده چې موږ په افغانستان کې خپله ۱۳ کلنه جګړه یو بایللې جګړه اعلان کړو، هغه جګړه چې زمونږ د پوځ ۲۳۴۲ عسکرو ژوند یې واخیست، او د امریکا د ټیکس ورکوونکو ۷۴۵ ميليارده ډالر پرې مصرف شول، خو بیا هم د برین کاټولیس په وینا مونږ هغه ځای ته نه یو رسیدلې، چیري چې زموږ حکومت غوښتل.

د بلومبرګ ویبپاڼې په وینا امریکا او د هغه ايتلافیان په تمه وو، چې سبا په لندن کې د افغانستان نوي ولسمشر ته ښه راغلاست ووایي، او افغانستان سره د امریکا امنیتي تړون د یوې بریا په توګه ولمانځي، او د همدې تړون په استناد د ۲۰۱۶ وروسته د امریکايي ځواکونو د ژغورلو ژمنې وکړي، تر څو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ستونزي ایجاد نه شي، مګر بیا هم ولسمشر نه دی معلوم، امنیتي تړون نه دی لاسلیک شوی، او ټاکنيزې ناندرۍ لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

پر روانو حالاتو د طالبانو تبصره:

د بلومبرګ په وینا داسي ښکاري چې طالبان هم روان سیاسي حالت په دقت سره څاري، او خپلې تبصرې پرې لیکي.

د طالبانو وروستۍ تبصرې او ویناوې پر دې ټینګار کوي چې د امریکا، ناټو او د هغوی د ايتلافيانو ټول پلانونه شنډ شول، هغوی داسي پلان درلود چې په راتلونکې غونډه کې به نوی ولسمشر ګډون کوي، خو د هغوی دا هر څه پلانونه شنډ شول.

طالبانو یو ځل بیا پر خپل موقف ټینګار کړی چې ددوی په نظر د افغانستان د هر مشکل حل د اشغال په ختمېدو کې دی او تر څو چې اشغال په افغانستان کې دوام وکړي، تر هغو به همدا حالت وي.

د جان کیري پر ځای بل لوړپوړی چارواکی راغلی

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري افغانستان ته دوه ځله سفرونه وکړل، تر څو د عبد الله عبد الله او اشرف غني تر منځ د ټاکنيزو شخړو د له منځه وړلو لپاره يوه لاره را وباسي، او همداسي څو ځله د امریکا ولس مشر باراک اوباما د دواړو کاندیدانو سره تلیفوني خبري وکړې، خو داسي ښکاري، چې د ځینو توافقاتو تر څنګ بیا هم د قدرت پر ویش لانجې پاتې دي او دواړه لوري غواړي چې زیات قدرت تر لاسه کړي.

دا ځل د امریکا د بهرنيو چارو وزير خپل مرستيال د ټاکنیزو شخړو د حل و فصل په موخه کابل ته را لیږلی، تر څو دواړه کاندیدان د قدرت پر ویش سره متفق کړي، او په دیموکراتیکه توګه د قدرت انتقال څخه څارنه وکړي.

د کابل د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز رئيس ولي الله رحيمي وايي: «دی هيله من دی، چې د روانې مياشت تر پايه به دواړه نوماندان د واک پر ويش يوې ځانګړې پرېکړې ته ورسيږي او نوی حکومت به جوړ کړي.»

ښاغلی رحيمي زياتوي، چې د اوسنيو کاواکو شرايطو غوښتنه دا ده، چې دواړه نوماندان ژر تر ژره يوې پرېکړې ته ورسيږي او هېواد له روانه اقتصادي بحرانه وژغوري.

رحيمي غربي رسنيو سره د يوې مرکې په ترڅ کې زياته کړه، چې « بدبختانه د افغانستان ناوړه امنيتي حالات ورځ تر بلې ترينګلي کيږي او که دا حالات همداسې سره وغځيږي، نو کيدای شي طالبان ډېرې نورې سيمې هم ډېر ژر ونيسي او راتلونکي ۲۰۱۵م کال کې خپل بريدونه او جګړې نورې هم توندې کړي»

دا ډېره ستونزمنه ښکاري

د امنيتي او دفاعي چارو امريکايي کارپوه «مايکل اوهانلون»، چې د حالاتو د څارلو په موخه افغانستان ته تګ راتګ کوي وايي، چې د افغانستان اوسنۍ سياسي کشالې يوازې د دواړو نوماندانو تر منځ د جوړجاړي او سياسي معاملې په نتيجه کې حل کيدای شي.

مايکل هانلون زياتوي، « د اوسنيو کشالو حل ډېر راته ‌ډېر ستونزمن ښکاري، ځکه چې اشرف غني او عبدالله دواړه پوهيږي، چې د افغانستان اوسنی فلج شوي او بحراني شرايط به د لويديځې نړۍ مرستې او پوځي کومکونو ته د پای ټکی وي او زه باوري يم، چې دا کشالې به يو حل ولري؛ سره له دې چې دا به پر خپل وخت ونشي او د ناټو په سرمشريزه کې د افغانستان نوی ولسمشر ګډون نه کوي او دا کار د ناټو لپاره له يوې سترې ناکامۍ کم نه دی»

هانلون زياتوي، که نوی حکومت راغی او امريکا سره يې امنيتي تړون لاسليک کړ، نو اوباما به افغانستان کې خپل عسکر د خپلې ولسمشرۍ مودې تر پايه پاتې کړې او په عين حال کې به د نوموړو ځواکونو شمېره ورو ورو راکميږي.

د امريکايي عسکرو د شمېر د کمښت پر پلان کار روان دی او د راتلونکي ۲۰۱۵ کال په پيل کې به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر افغانستان کې پاتې وي او د همدې کال تر پايه دغه شمېره نيم په نيمه راکمه شي او ورو ورو به نور هم کميږي، چې بالاخره د ۲۰۱۶م کال څخه وروسته به ټول عسکر له افغانستانه ووځي او ډېر کم عسکر به کابل کې د امریکا په سفارت کې پاتې وي.

ستراتيژيکې نيمګړتياوې

د امريکايي پارلمان جمهوري پلوه وکيلان پر اوباما نيوکې کوي، چې ولې يې د امريکايي عسکرو د ويستو مهال ويش اعلان کړی، ځکه چې کله امريکايي عسکر له افغانستانه وځي، نو دا کار به دښمن ته چانس په لاس ورکړي، چې يو ځل بيا افغانستان ونيسي.

واشنګټن کې د دفاعي او امنيتي چارو د نړيوال انسټيټيوټ يو کار پوه «انټوني کورډيسمن» وايي، چې اوسني ځمکني حقايق دا دي، چې د امريکا شتون په افغانستان کې له سياسي، پوځي، اقتصادي او حکومتي پلوه له بشپړې ناکامۍ سره مخ دی.

«انټوني کورډيسمن» د امريکا د ستراتيژي ناکامي او ستونزو په اړه يوه ځانګړې ليکنه کړې او دغه خبرې يې پکې په ګوته کړي دي.

کورډيسمن زياتوي، چې « د امريکايي عسکرو د ويستو د مهال ويش اعلان به کيدای بريالی وي، خو نتيجه يې ماته د عراق او ويتنام په څېر ښکاري او ډېرې نښې نښانې هم داسې شته، چې زه څه وايم»

اوس که امنيتي سند امضا نشي، چې له مخې به يې افغانستان کې امريکايي عسکرو ته قضايي مصؤنيت ورکول کيږي، نو کيدای شي امريکايي عسکر په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.

ستونزې مخ پر زياتيدو دي

افغانستان کې د امريکايي عسکرو پخوانی مشر جنرال ډنفورډ تېر مارچ مياشت کې امريکايي کانګريس ته وويل، چې له افغانستانه د امريکايي عسکرو ويستل به د يو ځانګړي پلان له مخې وي او دا به ډېر وخت ونيسي، مګر دقيق وخت يې دی هم نشي ښوولی او ستونزې به هغه مهال نورې هم ډېرې شي، چې امريکايي عسکر له افغانستانه په بشپړه توګه ووځي.

د امريکايي عسکرو د ويستلو ستراتيژي هغه مهال تر سوال لاندې راغله، چې د ملي اردو يو عسکر د پوځي تمرين پر مهال يو جګپوړی امريکايي جنرال «هارلوډ ګريني » وواژه او د ويتام له جګړې وروسته جنرال ګريني تر ټولو لوړ رتبه جنرال و، چې افغانستان کې ووژل شو.

دغه امريکايي جنرال هغه مهال ووژل شو، چې ملي اردو په يونيفورم کې يو افغان عسکر پر بهرنيو او کورنيو عسکرو ډزې پيل کړې، چې د امريکايي جنرال په ګډون يې څلور تنه ووژل او له پنځلسو زيات يې ټپيان کړل.

د روانو ستونزو او کشالو ټوله ګټه اوس طالبان پورته کوي. د سياسي او دفاعي چارو افغان کارپوه جاويد کوهستاني وايي، چې طالبانو د افغانستان ګڼو سيمو کې خپل ډله ييز او چېرکي بريدونو ته زور ورکړی دی.

کوهستاني زياتوي، چې وروستيو بحرانونو د افغانانو ژوند ډېر تريخ کړی او ورځ تر بلې نور هم د خرابيدو پر لور روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x