ټولنیزه برخه

چې ورانه ده، زما او ستا نه ده!

لیکوال: انجنیر محمد افضل ذاکر

سوچونو او فکرونو د سمندر داسې څپو ته لاهو کړم چې د دې دنیا ټول کاینات او موجودات یې راڅخه د هېره وویستل…

راځئ چې نن په دې خپل ګرېوان کې سوچ وکړو، چې آیا مو په ټول عمر کې د خپل ژوند یوه شپه او ورځ (۲۴ ساعته) مسلسل هم د الله تعالی په لاره کې تېر کړي دي؟ وروسته له ډېر اوږد فکر به دې نتیجې ته ورسېږو چې نه! هیڅکله مو هم همداسې نه دي تېر کړي؛ بلکې ټول ژوند مو د دې مجازي دنیاګۍ لپاره تېر کړي دي؛ نو بیا څنګه خپل ځانونه د اسلام ستر دعیان بولو؟

زما په فکر هغه مسلمانان چې په لویدیځ کې په اسلام مشرف شوي دي، هغه زموږ نه ډېر ښه دي، هغه ځکه چې دوی چې کله په اسلام مشرف کېږي، لومړی اسلام په بشپړه توګه مطالعه کوي، وروسته له هغې چې په دې پوهه شي چې اسلام څه ته وايي؟ بیا اسلام قبلوي.

ولې زموږ عقیدې دومره ضعیفې دي، وجه يې دا ده چې موږ ځانونه مسلمانان بولو، پلار، نیکه مو مسلمانان ول، په مسلمانه کورنۍ وزېږېدلو کلمه وایو دا راته ستر فخر ښکاره کېږي، په دې ویلو شرمیږو، ځانونو ته د مسلمان په ځای بل څه ووایو، که نه نور د مسلمانۍ راکې هیڅ هم نه دي پاتې.

درېغه!

خپلو غټو نومونو، القابو ته دومره ډېر خوشحاله کېږو چې حد او اندازه يې نشته، ولې که څوک رانه پوښتنه وکړي چې د قرآنکریم یو سورت تلاوت کړه، بیا رانه وار پار خطا وي، د ټول قرآنکریم تلاوت خو لاپرېږده چې یو سورت نشو تلاوت کولای، بیا که تلاوت یې کړو، نو هغه ټول غلط، نه زور، نه زیر نه پیښ او نور یې هم نور قوانین مراعت کوو، تر ډېره بریده خو مو هغه تلاوت هم له له ستونزو سره مخ وي.

په هر صورت ځانونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان بولو، ولې د هغه صلی الله علیه وسلم پیروي مو تر ډېره حده نه ده کړې او له اکثره سنتونو نه یې خپلې غاړې ګرځوو.

ځانونه مسلمانان بولو، ولې هغه څه چې اسلام راته ښوولي دي هغه مو پخپلو کې نه دي عملي کړي، د اسلام مبارک دین بشریت ته د لارښوونې او کامیابۍ لپاره ډېرې لارې چارې ښودلي؛ خو موږ مسلمانانو هغه لارښوونې هم تر ډېره بريده نه دي عملي کړي او خپل ځانونه د هغو په عملي کولو کې پاتې او عاجز بولو؛ ځکه خو د ژوند مزه هم اوبه وړې، که  مو د الله جل جلاله اوامرو ته تل لبیک ویلی وای او د اسلام مبارکې لارښوونې مو پر خپلو ځانونو عملي کړې وای هېڅکله به هم د روانو بدمرغیو او ناخوالو شاهدین نه وو او نه به ژوند له دومره ستونزو سره مخ  وای.

ورځنی ژوند مو تر ډېره حده پر منحرفو دودونو او رواجونو ولاړ دی او د اسلامي اصولو او کړنلارو نه راته خپل تاریکه دود او دستور ښه ښکارېږي.

په هر صورت د دې ټولو ستونزو د حل لار څه ده او څه باید وشي؟

تر هغې پورې چې د اسلام په معنا خپل ځانونه سم پوه نه کړو او اسلامي لارښوونې تر سره نه کړو، نو ژوند به مو همداسې له تیندکونو او ډغرو سره مخ وي.

ښه به دا وي چې سم له لاسه باید اسلامي قوانینو ته لبیک ووایو او هغه څه چې د اسلام مبارک دین د بشریت د کامیابۍ او سوکالۍ لپاره ښودلي هغه تر سره کړو.

په نړۍ کې اوس مهال مسلمانان له سترو خنډونو سره مخ دي له هر خوا پر مسلمان د ناترسو کفارو وخت بې وخته بریدونه روان دي، په فسطین کې مظلوم مسلمانان وروڼه د فرعوني اسرائیلي لښکرو تر ناتار لاندې ایسار دي، په سوریه، لیبیا، عراق او پاکستان کې هم مسلمان وروڼه د لویدیځ پاله حکومتونو تر سرچپه میچنو لاندې دي، د وزیرستان او سوات شنه چمنونه او ګلان مو د معصومو ماشومانو پر وینو اوبه شول، د پنجوایي، عزیزاباد او سیاه ګرد دښتې مو د مظلومو افغانانو پر پاکو او سپیڅلیو وینو خړوب شوې، دا هر څه د مسلمانانو تر منځ د بې اتفاقۍ له کبله پر مسلمانانو روان دي، که موږ الهي لارښوونو ته په سهي معنا ځان سپارلی وای او د نړۍ هر مسلمان ورور مو خپل ورور ګڼلی وای د هغه په درد دردمن او د هغه پر غم غمجن وای نو هېڅکله به هم د دغو نادودو شاهد نه و.

دا اوسني حالات دا ثابتوي چې زموږ د دې ستونزو د خلاصون لاره یواځې او یواځې الله تعالی ته ځانونه تسلیمول دي او بس.

تر هغو چې خپل ځانونه اصلاح نه کړو او په ټولنه کې د یوه اسلامي اخوت فکر ونه کړو؛ نو زموږ سرونه به د وخت له دې غټو غټو کاڼو سره ډغرې خوري او د نجات لاره به رانه ورکه وي.

په هر صورت لومړی باید اصلاح له خپل ځانه پیل کړو، هغه ناوړه کړنې چې انسان د بدبختۍ خوا ته کش کوي د انسان ژوند له خطرونو سره مخ کوي، په ټولنه کې د کرکې او حسد تخمونه شیندي، نفرتونه او ناخوالې زېږوي هغه باید له منځه یوسو، یوازې د ځان په ظاهري بڼه خلک ونه غولو،  لکه څرنګه چې په ظاهره د ځان خیال او فکر کوو باید له دې څو چنده زیات د باطن په اړه فکر وکړو  او هغه ټولې کرکې او کېنې له خپلو زړونو نه وباسو چې انسان د تباهۍ پر لور سوق کوي.

اکثره وخت یو انسان په ظاهري شکل پر  پیغمبري سنتو برابر وي؛ لمونځونه کوي، نفلي روژې نیسي، عباداتونه کوي؛ خو هدف یې دا وي چې اوس څوک راته ونه وایي چې بېنمازه یې، څوک راته ونه وایي دا ږیره دې ولې خریلې ده او یا هم څوک راته ونه وایي چې په اسلامي اصولو برابر کس نه یې، دغه ډول انسان تر نورو منحرفو کسانو ډېر خراب وی؛ ځکه چې دی خپلې کړنې د خلکو د خوشحاله کولو لپاره تر سره کوي، د ده رضا د الله تعالی راضي کول نه دي؛ بلکې د مخلوق راضي کول دي، چې د دې ډول خلکو لپاره الله تعالی په خپل کتاب (قرآن کریم) کې ډېر مثالونه راوړلي دي او د یُرَآءُون خطاب یې هم ورته کړی.

په هر صورت باید هڅه وکړو چې لومړی ځان اصلاح او بیا د ټولنې د اصلاح لارې چارې ولټوو او وروسته له دې د نړۍ په سطحه د اصلاحي او فلاحي کارونو له پاره هوډ وکړو او د دغو ټولو کارونو موخه او هدف مو  یوازې او یوازې د الله تعالی رضا وي، نه د مخلوق له پاره غوړه مالي او یا ځان ښودنه، که مو دغه ډول فکر په ذهن کې پیدا کړ او د مسلمانانو وروڼو تر منځ مو د سولې او یووالي پیغام درلودای نو ان شاءالله چې د دغو ناوړه حالاتو نه به ډېر ژر د نجات لاره ومومو که نه نو بیا به همدا غر او زموږه سر وي چې ډغرې به ورسره وهي او د نجات لاره به هم رانه ورکه وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x