ادبي لیکني

دپښتو ژبې دګرامر په اړه

داچې ګرامر دیوې ژبې رغښتي سیستم ، علمي او منظمه مطالعه ده ؛ خو دا بایدو ووایو چې ژبه دګرامر تابع نه ده بلکې ګرامر دژبې تابع دی ، ځکه لومړی ژبه پیداشوې وروسته دنوموړې ژبې دپاره ګرامر جوړشوی په لنډ ډول ویلای شو ، چې ګرامر دژبپوهنې یاتشریحي ژبپوهنې هغه څانګه ده ، چې دژبې مورفولوژیک (صرفي ) اونحوي (سینتکس ) جوړښت تر څېړنې لاندې نیسي مخکې تر دې چې دګرامر په شالید خبرې وشي ژبه درپېژنم .

ژبه په واقیعت کې یوه ټولنیزه ، اکتسابي پدیده ده نه فطري په ځانګړې ډول ژبه دیولړ اختیاري وییزو ، اوریزو غږونو څخه جوړ شوی سیستم دی ، چې دوګړو ترمنځ دمفاهمې او ارتباط په پار استعمالیږي .

دګرامر اصطلاح د لاتیني او یوناني ژبې ګرامتیکي له ريښې څخه راوتلې په انګریزي کې ورته ګرامر په روسي کې ورته ګراماتیکه او په خوږه پښتو ژبه کې ورته پښویه ویل کیږي ، په لودیځه نړۍ کې د ګرامر لیکلو منشا لرغوني یونان ته رسیږي ، چې کلاسیک ګرامر لومړی په یونان بیا په روم کې منځ ته راغی ، افلاطون د یونان نامتو فیلسوف دژبپوهنې بنسټ اېښودونکی او دګرامري قاعدو جوړونکی ګڼل شوی تر ده وروسته دارستو نظر دژبې په باره کې دپام وړ ده ، دژبې په اړه ارستو دافلاطون په خلاف داسې عقیده لرله ، چې ژبه فطري نه ده بلکې یوه ټولنیزه او اتفاقي پېښه ده اوکلمات یې دخارجې نړۍ دمظاهروسمبولونه وګڼل ، ارستو لومړی مفکر ؤ  ، چې دالفاظو د ډلبندۍ مفکوره یې رامنځ ته کړه او کلام یې په دریو برخو ( اسم ، فعل ا وحرف ) باندې وویشو .

د( ۱۷ – ۱۸ )  مې پېړیو په شاوخواکې اروپایانو د پاڼي ڼي ګرامر وموند  ، دهغه په واسطه دسانسګریت ژبې سره اشنا شول ، داګرامر دسانسګریت دژبې صرفي ،اشتقاقي ، ترکیبي او نحوي شکلونه په ډېرې پاملرنې سره تشریح کړل نو ویلای شو چې مقایسوي ګرامر کښنه دپاڼي ڼي دګرامر دموندنې څخه وروسته پیل کیږي .

موږ د( ۱۸ ) مې پېړۍ څخه وړاندې دپښتو ژبې داصولو په اړه څه څرک نه وینو ، پښتو ژبې په ډېرو ورسته زمانو کې دنړۍ دژبپوهانو پام ځان ته راواړوو ، په اروپا کې دژبپوهنېط دپرمختګ او دهندي اروپایي ژبو سره دپښتو بلدتیا ددې باعث شوه ، چې دپښتو په اړه څېړنې رامنځ ته شوې دپښتو ژبې دګرامر په باب لومړی پښتنو پوهانو اثار ولیکل وروپسې اروپایي پوهانو په پښتو ګرامر لیکنه کې هم پراخه ونډه واخیسته دبېلګې په ډول د ((افغانانو ژبه ) ) ډارمسټټر ، ((داویستایي ژبې سره دپښتو مقایسه))  ویلیم ګایګر ، د((پښتو یا پختو ژبې قواعد )) هانري والتر بیلو ، د(( پښتو ژبې لنډ ګرامر بېدولف ، د (( پښتو ژبې په کندهارۍ لهجه باندې یوه رساله )) برتلس روسي ختیځ پوه ، د (( پښتو ګرامر په اړه څېړنه )) روسي کلاپورت  او داسې نورونوموتو په پښتو ژبه بې ساري ګرامرونه لیکلي .
او هغه ګرامرونه چې پښتنو لیکي دریاض المحبت نه نیولي چې دنواب محبت خان اثر دی تر ننه دوام لري چې دځينو ګرامر او ګرامر لیکونکو لښتلیک یې په لاندې ډول دی

داثرنومدلیکوال نوم
ریاض المحبتنواب محبت خان
معرفت الافغانيپېرمحمد کاکړ
پښتو ګرامرنواب انشا الله خان انشا
وافیهقاضي میر احمد شاه رضواني
اتالیق پښتومولوي محمد اسماعیل
تحفت الامیرنورمحمد افغان
پښتو پښویهپښتو مرکې
پښتو پښویهداکتر مجاوراحمد زیار
ګنجینه افغانيقاضي رحیم الله
خود آموز پښتوصالح محمد کندهاري
پښتوښوونکیمحمد عثمان بارکزی
دپښتو ژبې لنډ ګرامرفضل محمد کندهاری
دپښتو ګرامر طرحهپوهاند رحیم الهام
جوامع القواعدعبدالکریم بریالی
سوچه پښتو یوه جایزهډاکتر خدایدا
دپښتو ژبې لیارمحمد ګل خان مومند
قواعد پښتومحمد اعظم ایازي
دپښتو ژبې دري ګرامر ( شپږمه ) کليپوهاند رېښتین
لومړی لیار ښوونکیپوهاند ريښتین
دپښتو ګرامر لومړی او دویم جزپوهاند رېښتین
ژبښودنهپوهاند رېښتین
دپښتو مصدرونو لارښودپوهاند رېښتین
صرف ونحوه پښتوعظیم شاه خیال
پښتو قواعدښاغلی محمد حافظ ادریس او عبدالحکیم
پښتو قاعدېسید راحت زاخیلي
پښتو ګرامرښاغلی عبدالواحد
پښتو مفصله صرف ونحوهغلام جیلاني خان جلالي
پښتو کوچنی ګراممحمد دلارو
پښتو ګرامرښاغلی مولوي شیرګل
پښتو غږپوهنه اووييپوهنهپوهنوال محمد صابر خویشکي
پښتو نحوهډاکتر زرغونه زیور
پښتو صرف او نحوهمحقق سید محی الدین هاشمي
او ………….. نور………. نور

ګرامر دیوې ژبې رغونه په لاندې پنځو څانګو کې څيړي ۱ – فونولوژي  ( غږ پوهنه )  چې دپښتو ژبې او ادب دڅانګې دلومړي سمستر موضو ع ده  ۲-  ګړ پوهنه ( مورفولوژي )  ددویم سمستر موضوع ده ۳  – جمله پوهنه ( نحوه ) دشپږم او اووم سمستر موضوع ده په ترتیب سره ۴ – مورفوفونمیکس ( دفونیم دبدلون نظام ) او ۵ – سیمانتکس ( دیوې ژبې دمعنوي خواو مطالعه )  ده .

الله ( ج) دې وکړي چې دپښتو ژبې او ادب دزده کړیالو دپاره مو څه ناڅه مواد برابر کړي وي ، داچې پښتو ژبه او ادب مو پیاوړی وي لازمه ده چې په علمي او معیاري لحاظ ورته دپرمختګ مټې رابډوهو ، چې یوازینۍ لاره یې ګرامر کښنه او په ګرامر پوهیدنه ده .

دپښتو ژبې او ادب د ارتقا په هيله

رحمت الله حکیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x