نړۍ

دتيونس داحتجاج لړۍ الجزاير ته هم ورسيدله

algeriaپه تيونس کې دری اونۍ وړاندي پيل سوی احتجاج اوس ورځ په ورځ خپله لمنه دسيمي نورو عربي هيوادونو ته غزوي.په ګاونډي هيواد الجزاير کې هم نن په زرګونو مظاهره چيان واټونو ته راوتلي وو او دډيموکراسۍ اوبشري حقونو داعادې لپاره يې شعارونه وکړل.

پوليسو ددغو مظاهرو دمخنیوي لپاره پرمظاهره چيانو اوښکي بهونکی ګاز وشيندل او ډزي يې ورباندي وکړې.ددغو ډزوپه ترڅ کې ګڼ مظاهره چيان ټپيان شويدي اوګڼ نوربیا دپوليسو له خوا نيول شويدي.

دالجزاير دکتاتوري رژيم په ۱۹۹۲ کال کې داسلام پالوګوندونو له خوا دټاکنوله ګټلو وروسته پرهغوي سپينه کودتا وکړله.مسلمانان دحکومت جوړولو ته پرې نښودل شول.
پوځي لادينه حکومت له هماغه مهال بيړنی حالت اعلان کړی چې ترنن ورځي پوري دوام لري.ددغه حالت له مخي په واټونو کې تردوه زیات کسان نشي سره راټوليدلای.
ددې ترڅنګ په الجزاير کې بنسټيز بشري حقونه په يومخيزډول ترپښولاندي شويدي.پراسلام پالوګوندونو بنديز لګول شوی دی اودهغوي سلګونه غړي ياخوپه بيرحمانه ډول اعدام شوي اوياهم دامهال په جيلونو کې بندپراته دي.
دتعجب خبره خو داده چې دعربي هيوادونو د دکتاتوري رژيمونو شاته ټول لويديځ ولاړ دی.په ۱۹۹۲کال کې امريکا او نوري لويديځي نړۍ دالجزايرټاکني تاريخي اودهيواد دبرخليک ټاکلوپه لاره کې اساسي ګڼلې،خوکله چې مسلمانانو ټاکني وګټلې نوهمدغې امريکااو لويديځي نړۍ دالجزايرله پوځه وغوښتل چې ټاکني لغوه اعلان کړي او اسلامپالي حکومت جوړولو ته پرې نږدي.
خو دتيونس له مظاهرو وروسته چې په پايله کې يې دبن علي داستبدادي رژيم تخته نسکوره شوه اوس د دکتاتورانو پرخلاف داحتجاج لړۍ نورو  افريقايي عربي هيوادونو ته هم غزيدونکي ده.
په مصر کې هم يوه اونۍ وړاندي يوپربل پسې دوو کسانو دحسني مبارک داستبدادي رژيم پرخلاف داحتجاج په بڼه ځانونو ته اور ورته کړ.په موريتانياکې هم دورته اقدام په ترځ کې يوه سړي ځان وسوځاوه.
همدا نن ورځ دسعودي عربستان په جيزان کې هم يوه سړي دآل سعود دکورنۍ پرخلاف داحتجاج په بڼه ځان ته اوراچولی او وژل شوی دی.
کتونکي پدې باور دي چې دافريقاعربان له تيري نيمي پيړۍ راپديخوا دسيکولرو اودين دښمنه جنرالانو اوسياستوالو لخوا ځپل شوي اوځورول شويدي او دامهال پرسياسي ډګر له اسلامپالوپرته دهغوي دقيادت لپاره وړکسان نه ترسترګوکيږي.
واشنګټن پوسټ نن پخپله سرمقاله کې وليکل چې اسلامپالي غواړي په تيونس کې دواک له تشې په ګټه اخيستلوسره دسياست څرخ دځان په ګټه تاوکړي اوهلته دايران دآيت الله خميني په ډول يومتشدد اسلامپاله رژيم رامنځته کړي چې دورځپاڼي په وينا تربن علي به يې بڼه ډيره مستبده اوسخت ګيره وي.
خوحقيقت دادی چې په افريقاي عربي هيوادونو کې سيکولرايزم اوس دتباهۍ دکندي پرسر ولاړ دی.
له تيري نيمي پيړۍ راهيسي سيکولرانو دولسونو دژوند دکچي دلوړوالي لپاره هيڅ هم ونکړل.
يواځي په تيونس کې د زده کړو وزګارو ځوانانو کچه تر۴۰٪ زياته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x