ورزش

کرکټ: د نیوزیلنډ پخوانی روزونکی د افغانستان نوی روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلي پخوانی روزونکی انډي مولز د افغانستان د کرکټ لوبډلې د روزونکي په توګه وروسته تر هغه وټاکل شوچې د افغانستان پخواني کوچ کبیر خان له خپلې دندې څخه استعفاء ورکړه.

نوموړی ددې تر مخه یوازې د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو د بیټنګ (توپ وهنې) روزونکی وو، خو اوس یې رتبه پورته او لومړی روزونکی وټاکل شو.

د انډي مولز لومړی امتحان به د افغانستان د ټیم هغه اته سیالۍ وي چې د همدې میاشتې سپتمبر په ۱۲ باندې په استرالیا او نیوزیلینډ کې د ځايي ټیمونو سره تر سره کیږي، تر څو افغانستان د راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتوالی ونیسي.

افغانستان هڅه وکړه چې د استرالیا او نیوزیلینډ د نړیوالو لوبډلو سره سیالۍ وکړي، خو بریالي نه شول چې د هغوی موافقه تر لاسه کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نور محمد مراد رسنیو ته ویلي چي انډي مولز د نیوزیلینډ د نړیوالې لوبډلې روزنه کړې، په نیوزیلنډ کې ډیره تجربه لري او دا چي د راتلونکي کال نړیوال جام هم په نیوزیلنډ کې تر سره کیږي، نو دا موږ ته یو ډیر ښه موقع ده چې د نوموړي د تجربې څخه استفاده وکړو، ځکه زموږ ټوله توجه په نړیوال جام باندې ده.

انډي مولز په کال ۱۹۹۷ کې د یو لوبغاړي په توګه کرکټ پریښی او بیا له هغه وروسته د یو روزونکي په حیث ځلیدلی دی، نوموړي په پیل کې د نیوزیلنډ د ځینو سیمه ایزو ډلو او کرکټ کلبونو کې د روزنکي په حیث پاتې شوی، همدا راز د یو کال لپاره یې د نیوزیلینډ د روزونکي په حیث دنده هم کړې.

نوموړی د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان د توپ وهنې (بيټنګ) روزونکی وټاکل شو، خو د کبیرخان د وخت تر مخه استعفاء د کرکټ بورډ دې ته اړ کړ چي مولز ته ترفیع ورکړي او هغه د مشر روزونکي په حیث وټاکي.

باید وویل شي چې د افغانستان پخواني روزونکي کبیرخان د افغانستان لوبډله له تیرو شپږو کلونو څخه وروزله او په همدې موده کې يې لویې لاسته راوړني لرلې. د کبیرخان تر ټولو لویه لاسته راوړنه افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ د پنځوس اوریزو لوبو د نړیوال جام ۲۰۱۵ لپاره وتل وه.

د ځینو راپورونو سره سم کبیر خان شپږ میاشتې وړاندې غوښتل چې د خپل کورني او شخصي ستونزو پر بنسټ له خپلې دندې څخه استعفاء ورکړي، خو په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د هغه استعفاء ومنل شوه او د کرکټ بورډ اجرایوي رییس نور محمد مراد ویلي چې دوی د کبیرخان د پریکړې احترام کوي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close