نړۍ

القاعده سويلي اسيا کې د جهادي څانګې د جوړولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د القاعدې جهادي ډلې مشر ایمن الظواهري په سويلي اسيا کې د القاعده د جهادي څانګې د جوړولو اعلان او د طالبانو له مشر ملا محمد عمر مجاهد سره یې يو ځل بيا خپل بيعت اعلان کړ.

دکتور ايمن الظواهري په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې القاعده خپله جهادي څانګه جوړوي.، تر څو اسلامي نړۍ کې د جهاد رپي رپانده کړي او اسلامي خلافت يو ځل بيا راژوندی او اسلامي نظام حاکم کړي.

ډاکټر الظواهري په دغه ويډيو پيغام په اردو او عربي ژبو د هند نيمې وچه کې د اسلامي خلافت د بيا را ژوندي کولو خبرې کوي او له ګرد اسلامي امته غواړي، چې د کفارو پر ضد جهاد ته راپورته شي.

ډاکټر ظواهري وايي، چې برما، هند، بنګله ديش او نورو سيمو کې مسلمانان د حکومتي ظلمونو او تېريو ښکار دي او دوی به له دغو حکومتونو او چارواکو د مسلمانانو کسات اخلي.

سويلي اسيا کې پاکستان، هند، بنګلاديش، بوټان، نيپال، سريلانکا او مالديف هېوادونه راځي.

القاعده يوه نړيواله جهادي ډله ده، چې غواړي، ګرده نړۍ کې «د کفري او ښکېلاکګرو» هېوادونو پر ضد عمليات وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x