افغانستان

غزنی _ دویم تعقیب: په سرتيري برید کې نږدې یو نیم سلو دولتي مسوولینو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا شپږ بجې د غزني ولایت په ملي امنیت ریاست او د ځانګړو ځواکونو په مرکز سرتيري بریدونه پیل شول چې نږدې څلور ساعته يې دوام وکړ.

د غزني ولایت چارواکو د بریدګرو شمېر یو ځل دیارلس، وروسته او اوولس او بیا نولس تنه وښود. د غزني ولایت مرستیال محمد علي احمدي وايي چې بریدګرو لومړی د موټر بم په واسطه د ملي امنیت ریاست په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته جګړه ونښته.

د احمدي په وینا په جګړه کې تر اویاوو ډېرو کسانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده او ښايي زیاته شي.

په ورته وخت کې د غزني د امنیه قومنداني د مامنیت امر سمونوال اسدالله انصافي بیا وايي چې په جګړه کې د ملي اردو او پولیسو په ګډون ۱۴۸ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وايي چې په ټپیانو کې د ګڼو دولتي کسانو په ګډون ځینې عام وګړي هم شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسوولیت په غاړه اخیستی اویلي يې دي چې د دوی یوولسو ملګرو په غزني ښار کې د ملي امنیت پر ریاست او د چټک غبرګون په قطعې سرتيري بریدونه کړي دي چې پکې يې د استخباراتو د نظام قر اول د قومندان قادر په ګډون لسګونو تنه وژلي او تر شپېتو ډېريې ټپیان کړي دي.

طالبانو پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې د غزني دولتي مسوولین په دروغو خپرولو او بې ساري وارخطايي تورن کړي دي اويلي يې دي چې دوی غوښتل د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د برید په جریان کې برید پای ته رسېدلی وبولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې بریدونو کې د عام خلکو زیانمنېدل یو پروپاګنډ بللی او يلي يې دي: «د درنو انفجارونو په اوریدلو سره يې له والي نيولې تر ادنا عسکرپورې ټول په لرزه راغلل او دپيښې په اړه ژر ژر له رسنيو سره د غلطو معلوماتو په شريکولو اخته شول، ترڅو د برید عملی او ميداني ناکامۍ د پروپاګند په کولو سره جبران کړي، د غزني ښارته يې ټولې ورغلي لارې وتړلې ترڅو حقاېق ډير افشا نشي، دملکي خلکو د مرګ ژوبلې اوازه يې خپره کړه په داسې حال کې چې د استخباراتو او واکنش سريع د قومندانۍ په شاوخواکې هيڅ ملکي کور نشته او نه هم دلته د چا د شخصي هستوګنې امکان وو.»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په دې بریدونو کې «احمد، ملا قدوس، احمد ثانی، حنیف، معصوم، عمر، منتظر، عبدالله، بشير، يحي او زید» یوولسو تنو بریدګرو ګډون کړی و، چې د سهار له پنځو تر نهو بجو يې دوام وکړ.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په ملي امنیت ریاست هم ډله ایز سرتیری برید وشو، چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ـ ژوبلې اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hilal

زما مجاهد او مظلوم ولسه ! السلام علیکم و رحمه الله ما دغه پورتنی مقاله ولوسته خدای شته چی ډیر خواشینی شوم، خواشینی په دی شوم چی په طالبانو کی چی د حق ناری وهی درواغ رواج شوی دی، د غزنی په امنین باندی حمله کی ډیری زمونږ هغه وطنوال ټپیان او یا هم شهیدان شویدی چی مزدورکاران یا هم هغه خلک چی خپلی کورنی لپاره د یو مړی حلالی ډوډی پیدا کولو لپاره سهار وختی د کار لپاره وتلی وو، خو زمونږ دغه ورور عبدالودود سنګین چی کیدای شی د همدی طالبانو غړیتوب لری هغه بی ګناه او مظلوم… نور لوستل »

غوربندي

هلال صیب

تاسو ته سلام او احترام

ستاسو تعلیق رادیويي پرازیت ته ورته ده

افغان ځلمی

زه نه پوهیږم چه دا هماغه هلال دی چه د حزب اسلامی په نمایندګی ، غلامی اداری او اشغلګرو ته سلامی شو ، او چه کله یی د اشرف غنی خدایی هم ومنله بهیر صاحب ورته وویل چه معنوی ځانوژنه یی وکړه ، نو که دا هماغه وی معنویات نه لری نو کومه خبره به یی سمه او رښتیا وی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x