البانیا: دحکومت ضد لاریونونوکې 50 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
دنړیوالو خبري سرچینو دخبر په حواله دالبانیا په مرکز تیرانا او نور سیمو کې دحکومت ضد لاریونونه دوام لری ،له سیمې نه په وروستیو ترلاسه شویو خبرونوکې ویل شوي تراوسه پوري دپولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ به اخ ډب کې ۳تنه مړه او تر پنځوسو زیات کسان ټپیان دي ، په زخمیانو کې ۲۰ تنه یې پولیس ښودل شوي.
دمخالفو ډلو لاریونکونکي پر حکومت داداري فساد او رشوت خورۍ تورلګوی او وايی چې په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوي انتخابات شفافیت نه درلود او له درغلیوډک وو.
راپورونه زیاتوی چی تر شلو زرو زیات کسان پرحکومتی ودانيو راچاپیر دی او پولیس یې دتیتولو او پرشاه کولو کوشش کوي .
احمد بریال