افغانستان

ویلز ته ورغلي پلاوي نه یو تن په بریتانیا کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو سرمشریزې ناستې ته یو افغان پلاوی د جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ پرون بریتانیا ته ورسید.

د لندن په هوايي ډګر کې له ښکته کېدوه سره سم د افغان پلاوي بیرغچي جګړن عنایت الله بارک د افغانستان ملي بیرغ پر ځمکه غورځولی او د بریتانیا پولیسو ته يې ځان سپارلی، نوموړي د بریتانیا له دولته په دې هېواد کې د پناه ورکولو غوښتنه کړې ده.

«یوکې نیوز» ته یوې مؤثقې سرچینې ویلي دي کله چې افغان پلاوی په لندن کې په هوايي ډګر پلی شو، جګړن عنایت الله بارک له دیو بېل او د پولیسو طرف ته يې منډه کړه.

د افغانستان د دفاع وزارت مسوولینو پردې ناخبري څرګنده کړې ده او د دفاع وزارت ویاند وايي چې د ناټو له ناستې وروسته به د دې پېښې پوره جزیات له رسنیو سره شریک شي.

څو شېبې وروسته بریتانیا په ویلز ښارکې د ناټو شاوخوا شپېتو غړو هېوادونو سرمشریزه ناسته پیلېږي، چې دغه ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.

په دې ناسته کې به د نړۍ پر نورو مسایلو سربېره د عراق، اوکراین او افغانستا اړوند هم بحث وشي.

د ناټو په دې سرمشریزه ناسته کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمد د افغان استازي په توګه ګډن کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x