
د اسلامي دولت پر لاسو وژل شوی ژورناليست اسراييلي يهودی و
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): اسراييلي رسنۍ وايي، چې د اسلامي دولت له لوري وژل شوی ژورناليست سټيفن سوټلوف اسراييلي الاصله يهودي امريکايي و.
اسراييلي تلويزون ويلي، چې اسراييلي چارواکو اجازه ورکړې، د وژل شوي ژورناليست هويت خپلو خلکو ته څرګند کړي، چې نوموړی اسراييلي الاصله يهودي امريکايي و.
د اسراييلو «دوهم تلويزون» وايي، چې وژل شوی ژورناليست ۲۰۰۵م کال کې اسراييلو ته راغلی و او د هرتلسيا په انسټيټيوټ کې يې زده کړې هم کړي دي او اسراييلي تابعيت يې د دې لپاره پټ کړی و، چې نوموړي غوښتل د عربي نړۍ پيښې له نژدې وڅاري.