افغانستان

ټاکنې: یوازې د ۷۰۵ محلونو رايې پاتې دي

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې تر اوسه يې ۹۶،۹۱ سلنه رايې څېړلې او ښايي پاتې نورې نن تمامې شي.د ټاکنو د خپلواک کمییسون ویاند نورمحمد نور نن له غرمې وروسته خبریالانو ته وویل چې د رایو له ټولو محلونو نه یوازې د ۷۰۵محلونو رايې پاتې دي، چې ښايي د دې محلونو رايې نن وڅېړل شي.

د نور په وینا د ټاکنو کمیسیون له سیاسي ناندریو سره کومه اړیکه نه لري او د یو خپلواک کمیسیون په توګه به د رایو د څېړلو له پروسې وروسته سمدستې پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د پایلو په اعلان ټینګار کوي چې لا هم د دواړو نوماندانو ترمنځ جوړ جاړی نه دی شوی.

د بلخ والي او د اصلاحاتو او همپالنې ډلې غړي عطامحمد نور یوځل بیا پخپل پخواني ګواښ ټينګار کړی او ویلي يې دي چې دوی نارنجي او شنه حرکت ته تیار دي.

یاده دې وي چې تېره ورځ دواړونوماندانو له ولسمشر حامد کرزي سره په ناسته کې د ټاکنو اړوند خبرې وکړي. ولسمشر حامد کرزي په دواړو نوماندانو غږ وکړ چې ژر يوې پایلې ته سره ورسېږي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون له غرمې مخکې ولسمشر د دواړو نوماندانو ترمخ په غبرګو نوماندانو غږ وکړ چې که هر ډول جوړجاړی سره وکړئ زه مو ملاتړی یم.

یاده دې وي چې د افغانستان دویم پړاو ټاکنې د جوزا په څلورویشتمه شوې دي چې لا يې هم پایلې جنجالي ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x