نړۍ

يونان: په سمندري كښتۍ كي ۲۲ افغانان ډوب سوي دي

elegal_afghansد يونان د يوه ټاپو اړوند سمندر کې اروپا ته په غير قانوني توګه د تلونکو افغانانو کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله يې ٢٢ تنه په اوبو کې نا درکه شوي دي.

يوناني سمندري ساتونکي وايي، چې دغه پيښه پرون ناوخته د کارفو په نامه ديوه ټاپو په سمندري ساحه کې رامنځته شوې ده

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اروپا ته په غير قانوني توګه د تلونکو افغانانو يوه کښتۍ په سمندر کې د تېزو بادونو له امله ډوبه شوه.

يوناني سمندري ساتونکي زياتوي، چې په دې کښتۍ کې ٢٦٣ تنه سپاره وو، چې په همدې حال کې د هالنډ يوه سوداګريزه کښتۍ له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې وه او د ډوبې شوې کښتۍ ٢٤١ تنه يې وژغورل.

ساتونکي وايي، چې اوس هم ٢٢ افغانان په سمندر کې نادرکه شوي او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ګډون د ګڼ شمېر اسيايي هېوادونو اوسېدونکي په غير قانوني توګه د يونان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځان رسوي او يونان د دوى لپاره د دروازې حيثيت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x