افغانستان

څېړنیز راپور: په کابل کې سوالګر کرايه کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): له ۲۰۰۱م کال راهیسې د نوي حکومت له جوړښته لا درې کاله نه و تېر شوي، چې په کلیو او بانډو کې د دولت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې وسله وال مخالفت پیل شو، چې لا تراوسه په شدت سره روان دی. دې مقاومت په کلیو او بانډو کې خلک له دولته بېل کړل او بېلابېلو دولتي کړیو عام وګړي له دولت سره په لا ډېره فاصله کې کړل او خلک له دولتي دفاترو یا هم نظامي مسوولیتونو د کلیو او بانډو کروندې ته کېناستل.

خو د جګړې په شدت سره بې کاري، فقر او نیستۍ هم زور ونیو، کلونه وړاندې به د پلازمینې کابل په څلور لاریو کې د کار په لټه ولاړو کسانو کې تر ډېره ښاري بې کاره ځوانان تر سترګو کېدل، مګر اوس په سلګونو له کلیو او بانډو نه راغلي وږي او د کار په لټه ځوانان، ماشومان او آن سپین ږېري ولاړ دي.

پر دې سربېره چې روغ خلک کاري مواقعو ته په تمه شول او شپه ورځ د ـ ورځنۍ ـ یا روزانې په نامه کارونه کوي او یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي؛ خو د روان نظام له پیله په افغاني ټولنه کې په تېره بیا په ښاري ساحو کې زکات او صدقې تقریباً له منځه لاړل، ځکه خو هغه خلک چې نه يې د کار څوک شته او نه هم پخپله کار کولای شي، د سوالګري په تمه د ښار کوڅو ته مخه کوي. د کابل ښار په بېلابېلو کوڅو، څلورلارو، هوټلونو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې په ډېره لږ فاصله کې ګڼ سوالګر درته د سوال په تمه لاس نیسي.

په دې سوالګرو کې چې ډېری يې مېرمنې او معیوب اشخاص دي، ځينې ماشومان او ماشومانې هم شته، چې تر اوسه يې کومې خیریه مرستندویه ټولنې یا هم د ماشومانو کومې مرستندویه ټولنې اړوند څه نه دي کړي. په کابل ښار کې د سوالګرو له ډېرښت سره له هغوی سره د خلکو خواخوږي هم کمه شوې ده، ډېری خلک ماشومان د بې لارو اولاد او مېرمنې د بدکارۍ استازې ګڼي. د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې د فضلي مارکیټ د یوه دوکاندار له خولې چې په کابل کې ځینې کرایه شوي سوالګر هم شته، نوموړي چې په یاد مارکيټ کې د موبایل پلورلو دوکان لري او د شپې په یوه بل مارکیټ کې د مسافرۍ خونه لري د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل، چې دی داسې یو څوک پېژني چې له بېلابېلو ولایاتو نه يې سلګونه سوالګر کابل ته راوستي او سوال پرې کوي، هغه وویل: «په کوم مارکیټ کې چې زه خونه لرم، هلته ګڼ سوالګر اوسېږي، دغه سوالګر پخپله وايي چې دوی د فهیم په نامه یو تن شتمن له بېلا بېلو ولایاتو نه دلته راوړي دي او دوی ته روزانه دوه نیم زره افغانۍ ورکوي، نور که دوی هرڅومره پیسې ګټلې وي هغه فهیم ته ورکوي».

د نوموړي کس له خولې فهیم له هر سوالګرو سره دا تړون کړی چې که دوی دورځې هر څومره پیسې ګټلې هغه به ده ته ورکوي او دی به د هرې ورځې په بدل کې دوه نیم زره افغانۍ دوی ته ورکوي. د موبایل پلورونکي له قوله نوموړی داسې سوالګر پېژني چې آن دورځې پنځه زره افغانۍ هم ګټي.

کله چې د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته لمونځ کوونکي په ټول ښار کې له هره جوماته د راوتو په حال کې وي، په دراوزه کې لسګونو مېرمنو، ماشومانو، نشه يي ځوانانو او بوډاګانو د خير په تمه خپل څادرونه غوړلي وي.

پر دې سربېره داسې ویل کېږي چې ډېری مېرمنې سوالګرې په کابل کې د شته پټو بدو مرکزونو لپاره کار کوي، چې ځوانان او پېغلې جذبوي. د عبدالقیوم په نامه یو تن راته وویل چې نوموړی د نادر پښتون واټ ته څېرمه یوه داسې سوالګره پېژني چې په ده پسې تل کورس ته د تلو په وخت کې نارې وهي او د ښایسته پېغلې د ورملګرتیا ژمنې کوي، هغه وايي چې دغه ښځه له پنځه سوه افغانۍ تر دوه زره افغانیو پورې د یو تلیفون نمبر پر سر غواړي.

پخپله کوم سوالګر خبرو ته زړه نه ښه کاوه، یوازې یو تن چې ځان يې د غزني رامعرفي کاوه، وویل چې په کور يې بمباري وشوه او د ده غبرګې پښې پکې پرې وشوې او اوس په کابل کې د غزني اډې ته څېرمه سوال کوي. هغه وویل چې دی د غزني د زنخان ولسوالي دی، خو نوم يې را ونه ښود.

ویل کېږي چې ځینې سوالګرې او سوالګر له استخباراتي کړیو سره هم لاس لري، یو ځوان له پامیر سینما سره څېرمه یوه سوالګره را په ګوته کړه او ويې ویل چې دغه مېرمن په لوی لاس پر باشخصیته خلکو تور پورې کوي او پولیسو ته چيغې کوي. د هغه له قوله چې تېره جمعه د مازیګر په وخت يې هم یو ساده اطرافي سړی په بې ګناهۍ د پولیسو په لاس ورکړ او ورته ويل يې چې هغه ورنه بده غوښتنه کوله.

دا په داسې حال کې ده، چې پر یادو برخو سربېره په سوالګرو کې ځينې نشه يې ځوانان هم د کور له شړلو په خاطر سوال ته مخه کوي، دغه ځوانان چې ډېری يې د کابل سیند په غاړو او په دشت برچي سیمه کې تر پله لاندې اوسېږي، ډېر وخت مازیګر مهال سوال کولو ته په بازار کې ګرځي. د دشت برچي په سیمه کې د شت برچي تر پله لاندې سلګونه نشه يي ځوانان اوسېږي چې دولتي مسوولین په خبرتیا سره بېره هیڅ اقدام نه کوي. د دې سلګونو ځوانانو په منځ کې ځینې ځوانان پاکې جامي او له دوی بدل ګرځي، چې دوی تر دې پله لاندې پر همدې نشه یانو، یخې اوبه، د پېچکارۍ ستنې، وچه ډوډۍ او نور مواد پلوري.

یاده دې وي په کابل کې لسګونه خیریه ټولنې، د بشري حقونو سازمانانونه، د ماشومانو د حقونود خوندیتوب په نامه بنسټونه، د مېرمنو لپاره د حقونو غوښتلو ټولنې او سازمانونه فعال دي چې تر اوسه يې په دې برخه کې هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x