نړۍ

ویلز: د ناټو ناسته پیل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو ناسته نن په ویلز کې د بریتانیا پر ځايي وخت یوولس نیمې بجې پیل شوه.

په دغه ناسته کې لومړۍ برخه يې هرکلي ته ځانګړې شوې ده، د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د بریتانیا لومړی وزیر ډیويډ کمیرون او د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن په ګډون د شاوخوا شپېتو هېوادونو استازي بحث کوي.

د ناټو په دغه ناسته کې په دویمه برخه کې د افغانستان اړوند خبرې کېږي او له هغه وروسته د عراق او اوکراین پر مسایلو بحثونه کېږي.

د ناټو په دغه ناسته کې چې دوه ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د استازي په توګه د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي برخه اخیستې ده.

یاده دې وي چې دې ناستې ته له جنرال بسم الله محمدي سره له تللي پلاوي نه، د لندن په هوايي ډګر کې له ښکته کېدوه سره سم د افغان پلاوي بیرغچي جګړن عنایت الله بارک د افغانستان ملي بیرغ پر ځمکه غورځولی او د بریتانیا پولیسو ته يې ځان سپارلی، نوموړي د بریتانیا له دولته په دې هېواد کې د پناه ورکولو غوښتنه کړې ده.

«یوکې نیوز» ته یوې مؤثقې سرچینې ویلي دي کله چې افغان پلاوی په لندن کې په هوايي ډګر پلی شو، جګړن عنایت الله بارک له دیو بېل او د پولیسو طرف ته يې منډه کړه.

ټاکل شوې ده چې د ناټو په دوه ورځنۍ سرمشریزه ناسته کې به له افغانستان سره د کال یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو مرستو ژمنې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x