نادري ناولده

په هغه سوډاني چې د (عیسی بن مريم) دعوه يې کړې وه د ارتداد تور وشو

د سوډان محکمې په هغه کس باندې چې دعوه يې کړې وه چې ګویا دی (عیسی بن مریم) او (مهدی منتظر) دی او د هغه په ۱۶ نورو اتباعو د «ارتداد» تور ولګاوه، او د يو تن خټګر چې د نوموړي له خبرو ګرځيدلی دوسیه لغوه کړه.

سلیمان ابو القاسم لکه څرنګه چې د (الشرق الأسط) ورځپاڼې خپور کړي محکمې ته دا ويلي چې دی عيسی بن مریم دی، او بني اسرائیلو ته را استول شوی او د دې امت لپاره مهدي او مجدد دی، او ورسره داسې دليلونه شته چې د ده ادعا ثابته کړي، او دا يې هم ويلي چې په شهادت ایمان لري او مسیح دجال به وژني، چې هغه د امريکا ولسمشر (باراک اوباما) دی.

(سلیمان ابو القاسم) دا دعوه کوي چې له آسمانه د يوې ښځې په رحم کې چې (دار السلام) نوميږي راکوز شوی، مور او پلار نه لري، دعوت او بلنه يې پر قران او سنت ولاړ او مبني دی، او په وينا او عمل کې د اسلامي شريعت پابند دی، او الله جل جلاله د ته (د ده په ګمان) خبر ورکړی دی چې په ۱۹۸۱ کال کې دعوت شروع کړي، چې په همدې کال نوموړي خپل دعوت د نیالا په محبس کې چې د دارفور ښار سويلي لوري ته پروت دی پيل کړی، او الله ده ته خبر ورکړي چې «خلکو ته دا ور ورسوه چې ته عيسی يې».

سليمان د پوښتنو او تحقیقاتو پر مهال دا وويل چې له ده سره د «منشورات المسیح» یوه لړۍ شته چې دا لړۍ له ۵۹ کتابونو څخه جوړه ده، نوموړي دا هم وويل چې دی په ۱۹۹۵ کال کې د سوډان پايتخت (خرطوم) ښار ته راغلی، او دی د جوماتونو امامانو پسې لمونځ نه کوي، خو له ملکفيت نه مخکې به يې خلکو پسې لمونځ کاوه.

تر اوسه پورې ۱۷ ملکیانو د ده پر تابعدارۍ باندې چې دی (عیسی بن مریم) دی او د دې امت لپاره (مهدی) دی اقرار کړی، او دوی په اسلامی شریعت باندې فعلا او قولا پابند دي، دوی وايې چې نوموړي د خپل دعوت د صحت لپاره مونږ ته د کتاب او سنت نه دلائل وړاندې کړي، او که چيرې نور علماء مونږ ته د ده د خبرو بطلان ثابت کړي مونږ خامخا له دې نه وګرځو.

خو له نوموړو کسانو څخه یو تن چې خټګر دی د ده له تابعدارۍ نه ګرځيدلی، او محکمې (د عيسایت پر مدعي) او تابعدارنو يې د ارتداد تور ولګاوه، خو د نوموړو وکیل پر محکمې رد وکړ چې په دغو کسانو باندې د ارتداد تور مطابقت نه کوي، او نور وکیلان هم شته چې دا فیصله ردوي، چې له هغوی څخه د ملي غونډې مشر (دکتور حسن الترابي) او د ده مشاور (احمد علی الامام) دي، او محکمې د پنجشنبې ورځ د وکیلانو د خبرو د اوريدو لپاره وټاکله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x