نن په انځورونو کي

په کابل کې د حلال شوي امریکايي عسکر جنازه نن واخیستل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): هغه امریکايي عسکر چې تیره میاشت د کابل هوايي ډګر ته نیژدې د طالبانو په یوه برید کې په چاړه حلال شو، نن یې په واشنګټن کې جنازه واخیستل شوه.

ددغه عسکر چې نوم ماتیو ایل لیجیت (Matthew I. Leggett) ښودل شوی وو، ۳۹ کاله عمر یې درلود، او د فلوریډا ایالات د روسکن په نامه ښار اوسیدونکی وو.

نوموړی په امریکايي پوځ کې د ډلګۍ مشر رتبه لرله، د 18 ایربورن په نامه پوځي ځواک یو فرد وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي عسکر تر حلالېدو وروسته رسنیو ته په لیږل شوې لیک کې ویلي وه چې ددوی هغه مجاهد چې دا برید یې تر سره کړی وو، په بریا سره له ساحې وتلی، او د حکومت هغه ادعاوي رد کړي وه چې ګواکي نیول شوی.

د طالبانو د ویاند ددغه خبري تصدیق عیني شاهدینو هم کړی وو، او ویلي وه چې امنیتي ځواکونه د پيښي له ځایه عام وګړی نیولی.

د طالبانو په برید کې په چاړه حلال شوی دغه بهرنی عسکر نن ورځ د واشنګټن په آرلنګټون کې په ملي هدیره کې په یوه عسکري جنازه کې خاورو ته وسپارل شو.

janaza_us_army (1) janaza_us_army (2) janaza_us_army (6) janaza_us_army (3) janaza_us_army (4) janaza_us_army (5)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x