نادري ناولده

عوض القرني: څوک چې يو اسرائیلی فوځی اسیر کړي يولک ډالر انعام به ورکوم

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۷) ډاکتر (عوض القرنی) سعودی عالم تیره ورځ د فيسبوک له لارې دا وړانديز وکړ چې څوک په فلسطين کې اسرائيلی فوځي اسیر او بندي کړي چې په هغه باندې فلسطینې بندیان آزاد شي، نو د یو لک ډالرو په اندازه ډالۍ به ورکړي، او دا وړاندیز یې له هغه وروسته وکړ چې ځینو اسرائیلي سخت دريځو دا هڅونه وکړه چې د (د ګلعاد شالیټ) په مقابل کې آزاد شوي فلسطينې بندیان ووژل شي.

خو (عوض القرنی) په خپل وړانديز کې پر دې تأکید کړی چې دغه انعام او ډالۍ به هر هغه (فلسطيني) ته چې په (فلسطین کې)، یو (اسرائیلی فوځی) اسیر کړي ورکوي، د دې لپاره چې دغه ډالۍ د اسرائيلي اښکیلاګرو پر ضد جهاد او د فلسطيني بنديانو د آزاديدو په کړۍ کې منحصر وي، ترڅو دا فکر ونه شي چې دغه وړانديز به د نړي په هر ګوت کې د اسرائیلو په نښه کولو لپاره دی.

ويل کيږي چې یوې اسرائیلۍ کورنۍ د (نزار او خویلد رمضان) چې د شاليټ په تبادله کې دوه ازاد شوي فلسطیني بندیان دي د وژولو او ترور کولو لپاره يولک ډالر ټاکلي دي، په دې تور چې ګويا دې دواړو د نوموړي کورنۍ دوه غړي وژلي دي.

اسرائیلیان د (عوض القرنی) د سر مقابل کې یو مليون ډالر ټاکلي دي

د عوض القرنی له وړاندیز څخه وروسته اسرائيلي سخت دريزو د نوموړي سعودي عالم او داعي د سر په مقابل کې يو مليون ډالر ټاکلي، د دې لپاره چې ده د هر هغه چا لپاره چې اسرائیلی فوځی بندي کړي د یولک ډالرو د ورکولو ژمنه کړې ده.

او دغه خبر (واینیت) اسرائیلي ورځپاڼې خپور کړی وو، چې د هغه په لړ کې ډيرې ګواښ لرونکې تبصرې د شیخ عوض القرنی په ضد کې خپرې شوې، تردې چې د نوموړي عالم د سر په مقابل کې د يو مليون ډالرو وړاندېز وشو.

يو تبصره کونکي شیخ قرني ته اخطار ورکړی او يلي يې دي: (ستا د پاتې ژوند د ورځو  شمار پيل شو، پس له نن نه خپل خوراک ته متوجه اوسه، موټر ته د ختلو په وخت کې احتیاط کوه، زما په آند چې ستا انجام به ډير نه ډير له نيم کاله ونه ځنډيږي، او که داسې ونه شي نو زه به په موساد لعنت ووايم، او لاړې به ور تو کړم، ځکه دوی به ستا په هکله لازم اقدامات نه وي کړي).

د پورته ګواښونو په مقابل کې عوض القرني په سړه سينه د اسرائیلي سخت دريزو په چواب کې د قرآن کريم دغه مبارک آیت ولوسته «قل لن یصيبنا الا ما کتب الله لنا» ترجمه: (ووایه چې را پيښ به نشي مونږ ته مګر هغه څه چې الله تعالی مونږ ته ليکلي وي).

د شيخ قرني دغه غبرګون د (تويتر) له لارې خپور شوی چې په کې يې ويلي دي: (کله چې زمونږ عمرونه ختم شي او اجل مو را ورسيږي نو مونږ ته تر ټولو خوښ اجل دادی چې د الله جل جلاله په لاره کې شهیدان شو).

شیخ قرني خپل جواب کې دا هم په ګوته کړي چې (د فيسبوک ادارې) زما پاڼه هاک کړې، او د فلسطينې بنديانو په هکله خپور شوی راپور يې ترې لرې کړی. نوموړي د دې پوښتونکی وو چې دا کومه د بیان آزادي ده؟! آیا فيسبوک به په دې وتوانیږي چې زما په ضد خپور شوي اسرائیلي ګواښونه هم لرې کړي؟! د بيان آزادي او د انسان حقوق چيرې دي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x