نظــر

د احتجاجي ناستو تر شا د چا لاس دی؟

لیکوال: سليم ساپی

امريکا، کاناډا او د هغوی نورو ايتلافيانو د اوسنيو احتجاجي ناستو دغه پلان پنځه شپږ کاله وړاندې جوړ کړی و.
غربي چارواکي پوه شول، چې اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې د جهادي فکر مشري د ديوبندي او سلفي فکر علماء کوي.
د القاعدې او طالبانو په شکل کې دغه دواړه فکري خوځښتونه پر يو ټغر راټول شوي او د دې په غبرګون کې لويديځو چارواکو دوه مخالف فکر لرونکي خوځښتونه سره د يو ځای کولو پلان جوړ کړ.

د همدې لپاره يې ډاکټر طاهرالقادري يو ځل بيا راميدان ته کړ او په همدې موخه يې ښاغلی قادري ټوله اروپا کې وګرځاو او د عيسايي پاپانو سره يې څو څو ځله ليده کاته وکړل.

ډنمارکي رسنيو د ځانګړي پلان له مخې قادري سره څو څو ځله مرکې و کړې.

د همدې پلان له مخې ښاغلي قادري د «فتنه خوارج» نوم کتاب هم وليکه او د لکونو په شمېر کې په وړيا توګه خپور شو «ماته يې پنځه کاپۍ راکړل شوي دي» او د دغه کتاب مخ کتنه هم نيويارک کې وشوه.

له هغې وروسته د دوو لويديځو هېوادونو څارګرو ادارو د پاکستان سياسي او مذهبي مشرانو سره اړيکې پيل کړې او هغوی ته يې وويل، چې دوی د طاهرالقادري په مشرۍ يو سياسي خوځښت پيلول غواړي، چې د پيپلز او مسلم ليګ ن په څېر د سترو سياسي ګوندونو ځای ونيسي.

اصل خبره دا ده، چې د بريتانيا، امريکا او کاناډا په مشرۍ کې داسې يو ناوړه پلان وي، نو پاکستان غوندې هېواد کې ډېر په اسانه لوستي مزدوران او خدمت ګاران پيدا کولی شي.

قادري کاناډا کې و او د يو پخوانۍ ورځپاڼې پخواني ايډيټر په واسطه يې يو شمېر مهمو اشخاصو سره اړيکې ونيولې.

د پاکستان د هوايي ځواک يو پخوانی مشر، چې اوس د دفاعي چارو کارپوه په نوم د پاکستان ګڼو تلويزونو کې د قادري صیب د مدافع وکيل په توګه خبرې کوي او دغه سړی اوس د قادري په کشتۍ کې سپور دی، مګر د طاهرالقادري د دغو پلويانو په ارمانونو هغه مهال يخې اوبه واوښتې، چې د دواړو مسلکونو مهمو غړو او ګڼو پاکستاني ګوندونو د امريکا او د هغې دايتلافيانو د پلان لپاره له کار کولو انکار وکړ.

دوهمه تېروتنه دا ده، چې د قادري استازو د ای ايس ای يو پخواني مشر « د وخت په راتلو به يې نوم هم ښکاره کړم» سره اړيکه ونيوله او د پاکستان پوځي قيادت له دې پلانه خبر شو.

د اصف علي زرداري په مشرۍ د پيپلز ګوند د واکمنۍ پر مهال د قادري پلان شنډ شو او دا ځل يې نو قادري صيب د نوي پلان او نوي شان سره يو ځل بيا راميدان ته کړ.
له همدې امله د اوسنيو احتجاجي ناستو د پلان لومړۍ غونډې لندن کې وشوې او د غلام مصطفی کهر او سردار اصف احمد علي په څېر خلک هم د قادري شاوخوا ګرځي راګرځي.

د قادري صيب د شومو پلانونو خبره خو د تحريک انصاف وياندې شيرين مزاري لا هغه مهال کړې وه، چې نوموړې لا تحريک انصاف ګوند ته نه وه راغلې او يوازې خواخوږي يې ورسره پيدا شوې وه.

زه د شيرين مزاري بي بي د کالم انګريزي اصل بڼه ځکه دلته راوړم، چې دعمران خان پلويان دا ونه وايي، چې ژباړه کې دې ګوتې وهلي او له ځانه دې خبره کړې ده.

شيرين مزاري له ننه يو نيم کال وړاندې د ۲۰۱۳ م کال د جنوري په ۱۴ «دي نيوز» ورځپاڼې کې يو کالم ليکلی و.

At a third level, my misgivings are based on what I tend to call “connecting the dots.” The timing of Dr Qadri’s return; information flowing out from British sources that the UK High Commissioner to Pakistan visited Dr Qadri in Canada two or three times about six months ago; the growing belligerency of drones and Indian troops along the LoC, alongside an unprecedented increase in terrorism, especially in Quetta; the sheer money and organisational structure that suddenly became overt – just too many coincidences in terms of timeline. Some said the “establishment” was behind Dr Qadri, but I am not convinced on that count! However, external powers I suspect have a role, although I have no proof – simply an educated assessment of what is happening within Pakistan and in our region.
We know the US seeks a favourable dispensation in Islamabad up to 2014 so that its withdrawal from Afghanistan can be smooth and the post-withdrawal scenario to its liking. A long-term friendly caretaker setup would suit them more than an elected government, especially since they are not sure what will happen in the next elections when there is no NRO and no “guarantors”! We also know how the UK played a lead role in the whole NRO game, so the same linkage can be taken as a given again. Banking on someone they recognise as a “liberal religious leader,” who has even sought to justify drones before December 23, they feel will allow them to bring the Pakistani nation on board. These are dangerous and false assumptions but it will not be the first time such miscalculations have been made.»

ژباړه: زما انديښنې له دې امله دي، چې پاکستان ته د طاهرالقادر د بېرته راتلو پر مهال بريتانوي سرچينو ويلې، چې شپږ مياشتې وړاندې پاکستان لپاره د بريتانيا سفير کاناډا کې ډاکټر طاهرالقادري سره دوه درې ځله ليده کاته کړي دي.

بل پلو که وګورو نو قبايلي سيمو کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه، د هند له لوري پر سرحدي سيمه بيا بيا سرغړونې او ډزې، کويټې او د هېواد نورو سيمو کې د چادونو او بريدونو زياتوالی او په دغه وخت کې د يو قوي، منظم او مالي ګوند رابرسيره کېدل هم هيښوونکي دي.

ځينې خلک وايي، چې د طاهرالقادري تر شا د اسټيبليشمنټ لاس دی، مګر دا خبره زه نه منم او وايم، چې د قادري تر شا د بهرنيو کړيو لاس دی، اګر که د خپلې خبرې لپاره کوم ځانګړي دلايل هم نه لرم، مګر د پيښو د څار په اړه د يو کارپوه به توګه يوه مهمه رايه بلل کېدای شي.
موږ پوهيږو، چې امريکا غواړي ۲۰۱۴م کال اسلام اباد کې يوه اداره ولري، تر څو له افغانستان د بېرته تلو لپاره اسانه لار ولري او په اسانه له افغانستانه ووځي او له هغې وروسته حالات د خپلې خوښې سره سم پر مخ بوځي او د يو ټاکل شوي حکومت پر ځای يو اوږ مهاله سرپرست حکومت په واک کې وي.

امريکا له دې امله هم انديښمنه ده، چې راتلونکو ټاکنو کې د دوی څوک ضامن نه وي، نو دوی به راتلونکو ټاکنو کې څه کوي.

بريتانيا يو ځل بيا کولای شي، چې دغسې يو مذهبي مشر بيا راميدان ته کړي، چې د ديسمبر پر ۲۳مه يې د ډرون حملو د جواز فتوا هم ورکړې ده.
له همدې امله هغوی فکر کوي، چې دغسې يو مذهبي مشر کولای شي، چې ټول پاکستانی ولس په خبره پوه کړي، مګر زه وايم، چې ټولې هسې غلطې او فرضي خبرې دي او د دوی دا کار هسې بې ځايه خواري ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلیم ساپی صیب تاسو ته سلام او احترام بریتانیا، کاناډا، امریکا او په مجموع کې غربي استعمار د یوه داسې هیواد په چارو کې د لاسوهنې لپاره، چې حکومت یې د حیثیت، خپلواکی، انساني او اسلامي معیارونو، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام، رحماني تفکر، اخلاقو، تاریخ، اسلامي اخوت او دې ته ورته نورو سپیڅلو مفاهیمو په نوم او نښان نه یوازې دا چې اصلا څه نه پیژني بلکه په مقابل کې یې رذالت، بی مروتي، منافقت، فساد او له هر کافر او جابر سره موالات او همکاري د خپل د اصل او ذات دنده وي، کله هم دې ته اړتیا نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x