نړۍ

اسراییل: پر غزې بمباري راته په ۲ نیم میلیارده ډالرو پریوتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): که له یوې مخې اسراییل د غزې په جګړه کې له سختې ماتې سره مخ شول، له بلې خوا ورته بې ساري اقتصادي زیانونه هم اوښتي.

د اسراییلو د دفاع وزیر موشي یعلون تېره ورځ وویل چې د غزې په تراډې کې د ۵۰ ورځو جګړه دوی ته ۲ نیم میلیارده ډالرو په بیه پرېوتې.

نوموړي زیاته کړه چې دغه زیانونه مستقیماً په پوځي یرغل کې اوښتي، هغه چې د کار و بار، تجارت او وارداتو او صادراتو له پلوه اوښتي هغه تر دې زښت زیات دي.

اسراییلي وزیر د اقتصاد اړوند یو کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې په دغه ۵۰ ورځېنۍ جګړه کې دوی ۶زره بریدونه کړي چې ۵زره يې جنګي الوتکو او زر یې ځکمني قواوو کړي.

هغه وویل چې ددغو بریدونو او دومره تاوانونو سربېره اوس هم د حماس جهادي ډلې سره زیات شمېر درنې او سپکې وسلې پاتې دي.

اسراییلي وزیر په دې اعتراف وکړ چې په غزې د بمبارۍ مخکې د جهادي ډلو سره تر ۱۰ زرو زیات مزایل و او اوس هم دوی ددغو مزایل پنځمه برخه په لاس کې لري.

«نن دوی شاوخوا ۲زره مزایل په واک کې لري چې دا لږ نه دي.»

یعلون وویل چې د فلسطین له لورې پر دوی هر توغول شوی راکټ د مزایلو دفاعي سستم پر مټ په یو لک ډالر مصرف خنثی شوی دی.

د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی ددغه سستم پر مټ د حماس له لوري ۶۰۰ توغل شوي مزایل خنثی کړي دي.

اسراییلي رسنۍ وايي چې روانې جګړې د مصارفو د زغملو په خاطر اسراییل دې ته اړ شول چې بودیجه کې کمی راولي.

پر غزې د اسراییلو په یرغل کې شاوخوا ۲۱۰۰ فلسطیني مسلمانان شهیدان شول چې تر ۷۰ سلنه زیات یې ملکي وګړي وو.

خو د حماس په دفاعي بریدونو کې ۶۶ اسراییلي پوځيان او ۶ ملکي وکړي وژل شوي.

د اسراییلو سره د حماس بې ساري مقاومت اسراییل دې ته اړ کړل چې اوربند ته غاړه کیږدي او د حماس ټول شرطونه ومني.

د حماس او اسراییلو تر منځ تېره سې شنبه د مصر په منځګریتوب اوږد مهاله اوربند وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x