نادري ناولده

يو سوډاني دعوی کړې چې ګویا هغه (عيسی بن مريم) دی!!

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۵) د سوډان پایتخت د خرطوم په ښار کې په يوې جنائي محکمې کې د یو ملکي وګړي محاکمه پيل شوې، نومړي دعوی کړې چې ګويا هغه (عیسی بن مریم) دی، او د دې امت لپاره لارښود او مجدد را ليږل شوی، محکمې د نوموړي او د ده  ۱۷ نورو اتباعو خبرې په پوره ډول اوريدلي.

(سلیمان ابو القاسم) دا دعوه کوي چې له آسمانه د يوې ښځې په رحم کې چې (دار السلام) نوميږي راکوز شوی، مور او پلار نه لري،

 دعوت او بلنه يې پر قران او سنت ولاړ او مبني دی، او په وينا او عمل کې د اسلامي شريعت پابند دی، او الله جل جلاله د ته (د ده په ګمان) خبر ورکړی دی چې په ۱۹۸۱ کال کې دعوت شروع کړي، چې په همدې کال نوموړي خپل دعوت د نیالا په محبس کې چې د دارفور ښار سويلي لوري ته پروت دی پيل کړی، او الله ده ته خبر ورکړي چې «خلکو ته دا ور ورسوه چې ته عيسی يې».

سليمان د پوښتنو او تحقیقاتو پر مهال دا وويل چې له ده سره د «منشورات المسیح» یوه لړۍ شته چې دا لړۍ له ۵۹ کتابونو څخه جوړه ده، نوموړي دا هم وويل چې دی په ۱۹۹۵ کال کې د سوډان پايتخت (خرطوم) ښار ته راغلی، او دی د جوماتونو امامانو پسې لمونځ نه کوي.

تر اوسه پورې ۱۷ ملکیانو د ده پر تابعدارۍ باندې چې دی (عیسی بن مریم) دی اقرار کړی، او محکمې را روانه د پنجشبنې ورځ يې د ده محاکمې د پوره کولو لپاره ټاکلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x