خبرتیاوی او پیغامونه

د پغمان د زړه بوږنوونکې غمیزې په اړه د با احساسه محصلینو اعلامیه

په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې په دې وروستیو کې کابل ښار ته څېرمه د پغمان په سیمه کې یوې مجرمې ډلې زمونږ له مظلوم ولس سره داسې یو نه بښوونکی تاریخي ظلم وکړ چې د ټول ولس بلکې د ټول انسانیت ضمیر او وجدان یې ټپی کړ! د تاسف ځای دا دی چې نوموړی جنایت څو ورځې وړاندې تر سره شوی و، خو خبري رسنیو ډېر وروسته په دې اړه وغږېدې! که څه هم چې یو څه مجرمین او جنایتکاران د حکومتي چارواکو له خولې نیول شوي، خو لا یې ډېر کسان نه دي نیول شوي.

با احساسه محلصین په داسې حال کې چې دغه غیر انساني جنایت په تر ټولو کلکو ټکو غندي، له حکومتي چارواکو، مدني ټولنو، د بشر د حقوقو له ټولنو، علمای کرامو، استاذانو، محصلینو د مدرسو له طالبانو په عام ډول له ټول ولس نه غواړي چې د دې جنایت تر سره کوونکو ته د اسلام د مبارک او سپېڅلي دین له احکامو سره سم په سزا ور کولو کې خپلې هڅې و نه سپموي، بلکې په دې اړه خپل مسولیت ادا کړي،. یوازې دوی ته نه، بلکې هغو کسانو ته هم باید د اسلام د ارشاداتو په رڼا کې سزا ور کړل شي چې له دوی سره په دې جرم او جنایت کې په یو ډول نه په یو ډول شریک وي.

دا چې د افغانستان ولس مسلمان ولس دی، باید د حکومت ټول کړه وړه د اسلامي شریعت مطابق وي، په حقیقت کې د دې ډول ناخوالو د رامنځ ته کېدو لوی لامل د حکومت له خوا د اسلامي شریعت د احکامو نه پلي کول او په اسلامي شریعت نه عمل کول دي. مونږ په پوره ډاډ او باور سره وایو چې که په رښتیا په اسلام عمل وشي، او د اسلامي شریعت احکام پلي شي، افغان ولس به د دې ډول شرموونکو او تاریخي جنایتونو شاهد نه وي. ځکه خو باید ټول ولس باید د اسلامي شریعت د تحکیم لپاره هڅې وکړي، تر څو د دینا او آخرت له شرمنده ګیو سره مخ نشو.

د افغانستان با احساسه محصلين
۱۳/۶/۱۳۹۳ هـ ش
۹/۱۱/۱۴۳۵ هـ ق
۴/۹/۲۰۱۴م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

ستاسو هم باد وتلي همدي اعلاميو ته تكره يي نور كار درنه نكيكي…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x