نظــر

د افغانستان په اړه د ناټو او اوباما وارخطايي

 احمد جرس

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د نړۍ نور مشران به د لندن ويلز ښار کې د ناټو د سرمشريزې په ترڅ کې د اوکراين او روسيې د دښمنۍ په اړه خبرې کوي او ورپسې به د اسلامي دولت د ګواښونو د مخنيوي په اړه بحثونه وکړي، مګر له دې ټولو مخکې به د افغانستان ترينګلو او تاوژنو حالاتو په اړه خبرې اترې کيږي.

افغانستان کې له ديارلسو کالو جګړو او بمباريو وروسته ناټو او د هغې ايتلافيان غواړي په سوله ييزه توګه له افغانستانه ووځي.

د ناټو غړو هيوادونو څخه تمه دا وه، چې د افغان امنيتي ځواکونو د مشورو او پوځي تمرينونو لپاره کار وکړي.

د ټولو هلو ځلو سره تر اوسه د افغان ولسمشريزو ټاکنو پايلې لا هم ناڅرګندې دي او د افغانستان په اړه د ناټو او امريکا کړنلارې هم ګونګې او د وارخطايي ښکار دي.

د اوسنۍ سرمشريزې اعلان يو کال وړاندې شوی و، نو ټولو فکر کاو ، چې راتلونکی کال دغه وخت کې به ناټو او امريکا د خپل اوږد مهالي پروګرام پای ولمانځي، مګر د ناټو مشرانو پر دغو هيلو يخې اوبه واوښتې او هيلې يې پوره نشوې.

ناټو لپاره د امريکا پخوانی استازی ايو ډالډر پرون چهار شنبه رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې « افغانستان زموږ پرمختګ دبيزو زخم دی»

امريکا او د هغې ايتلافيان له څو مياشتو په تمه و، چې افغان چارواکي به دوی سره امنيتي تړون لاسليک کړي، تر څو افغانستان کې د امريکايي عسکرو پاتې کېدو لپاره قانوني جواز پيدا کړای شي او د دې تر څنګ امريکايي عسکرو ته دې قضايي مصؤونيت ورکړای شي؛ مګر د امريکايي چارواکو له ټولو هڅو سره افغان ولسمشر حامد کرزي امريکا سره دغه سند لاسليک نه کړ.

د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ويلي، چې امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک کړي او اوس دواړو نوماندان د بريا دعوه کوي.

امريکايان وايي، چې د امنيتي تړون له لاسليکه پرته به دوی ته ناشوني وي، چې افغانستان کې خپل عسکر پريږدي او د تړون د نه امضا کېدو په صورت کې به دوی خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

امريکا کې د امنيتي او ستراتيژيکو مطالعاتو د نړيوال مرکز مشره «کټلين هيکس» وايي، چې «زما په فکر افغانستان کې زموږ لپاره سر خوږی ډېر زيات دی، په ځانګړې توګه له پوځي پلوه موږ له سختو کړاونو سره مخ يو.»

کيټلين زياتوي، که افغانستان امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي نو امريکا لپاره به دا هم ډېره ګرانه وي، چې د خپلو عسکرو د ويستلو مهال ويش اعلان کړي.

د امنيتي تړون د نه لاسليکېدو تر څنګ د ناټو اوسنۍ سرمشريزه کې افغان ولسمشر ګډون نه کوي.

د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارټين ديمپسي تېره اوونۍ کابل کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې که امنيتي تړون لاسليک هم نشي، نو دوی افغانستان کې خپل عسکر پريږدي، مګر دوی بيا هم تمه لري، چې نوی افغان ولسمشر به امريکا سره دغه تړون لاسليک کړي.

کټلين هيکس د مارټين د يمپسي د خبرو په غبرګون کې وويل، چې امريکايان افغانستان کې اوس هم د چرګانو لوبې کوي.

د د ې ټولو بې یقينې او وارخطايي سربېره امريکا غواړي، چې افغانستان کې د پاتې کيدونکو عسکرو د اقتصادي شرايطو او دندو په اړه د ناټو غړو هېوادونو رايه خپله کړي.

د امنيت شورا يو لوړپوړي سلاکار «کارلس کپچن» رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، د غونډې لومړۍ او اساسي اجنډا به افغانستان کې د ناټو عسکرو د مرستو او دندو په اړه وي.

په عين حال کې د عراق او شام د اسلامي دولت پرمختګ هم ګرده نړۍ وارخطا کړې او د افغانستان موضوع پسې به د عراق او شام د اسلامي دولت د مخنيوي په اجنډا خبرې کيږي.

۲۰۱۱ م کال کې چې امريکايان له عراقه ووتل، نو هغه تشه يې د اسلامي دولت ځواکونو ونيوله او د عراق ډېرو سيمو کې يې خپلې پښې ټينګې کړې او دلته په افغانستان کې بيا طالبان وار له مخه غواړي، چې د افغانستان د کاواکه سياسي بحرانونو څخه په ګټه اخيستو خپل واک ټينګ کړي.

کيټلين هيکس وايي، چې تر اوسه دا هم نه ده روښانه چې د ناټو سرمشريزه به د افغانستان په اړه زموږ د عسکرو مهال ويش کې څه بدلون راولي کنه؟

د امريکا متحده ايالات او ناټو کولای شي، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو مهال ويش کې بدلون راولي او دا کار د افغانستان د سياسي کشالې پورې تړلی ښکاري.

که د افغانستان مسئله حل نشي، نو اوباما او ناټو به همداسې سرګردانه او وارخطا وي؛ ځکه تر اوسه دوی نه دي توانيدلي، چې د افغانستان په اړه يو سالمه کړنلاره وټاکي.

څارونکي وايي، چې اوباما د افغانستان په اړه يو ګونګه او بنګساره پاليسي غوره کړې، چې دی يې هم پر سروبر نه پوهيږي او نه يې شاوخوا ملګري.
له همدې امله د اوباما، پينټاګان او سي ای اې خبرې تل ضد و نقيض وي.

اوباما څو څو ځل ويلي، چې که افغانستان ورسره امنيتي تړون امضا نه کړي، نو دوی به له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي، مګر تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزارت لوی درستيز جنرال مارټين ديمپسي وويل، که امنيتي تړون لاسليک هم نشي، نو دوی به خپل عسکر په افغانستان کې پريږدي او د حالاتو ه مخې دوی کولای شي د ۱۲۰ ورځو په لنډه موده دغه عسکر له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x