
خوست کې د وزیرستاني ماشومانو لپاره ښوونځي جوړیږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د ۱۳۹۳-۹۴ل تعلیمي کال د پیلېدو سره سم په خوست کې د وزیرستاني مهاجرینو د ماشومانو د زده کړو لپاره ۸۰ مکتبونه جوړیږي.
شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو وروسته افغانستان ته مهاجر شوي وزیرستاني اوسمهال زیات شمېر په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې اوسیږي.
وزیرستاني مهاجرین وايي چې دوی د پکتیکا، پکتیا او خوست د ولسونو سره له پخوا تګ راتګ او خپلوۍ درلودلې او د همدوی په دعوت يې دغو سیمو ته هجرت کړی دی.
د خوست څخه په ورکړل شوو راپورونو کې راغلي چې په دغو سیمو کې د ځايي خلکو په هڅو او د حکومت په مالي ملاتړ ۸۰ مکتبونه خلاص شي.
دغو مکتبونو ته به ځايي پاکستاني استادان نېول کیږي او ځانګړو اسانتیاوو څخه به برخمن وي.
د ځايي خلک وايي چې د مهاجرینو لپاره د مکتبونو پرانېستې څخه موخه يې د ماشومانو قیمتي وخت له ضیاع څخه ژغورل او مهاجرینو سره مرسته کول دي.
چارواکي وايي چې تر دې مهاله ورسره د ۲۲زرو کورنیو یو نیم لک وزیرستاني مهاجرینو نومونه ثبت کړي دي.