
پنجاب کې ورښتونو ۳۹ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پرون ماسپښين راهیسې پیل شوي پرلپسې وروښتونو لږ تر لږه ۳۹ کسان وژلي او لسګونه نور يې ژوبل کړي دي.
د هوا اړوندې ادارې وايي چې ښايي باران له ۳۶ ساعتونو څخه تر ۳۸ پورې نور په دوامداره توګه ووریږي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د لاهور ښار سره سره د پنجاب ایالت په زیات شمېر ښارونو کې پرلپسې باران د ژوند نظام فلج کړی دی.
د پنجاب ایالت چارواکي وايي چې تر دې مهاله د ورښتونو له امله ۳۹ کسان وژل شوي او د نورې مرګ ژوبلې انديښنه هم شته.
د لاهور ښار د ژغورنې ټیم چارواکي وايي چې د تېرې شپې بارانونو په لاهور کې ۱۵ کسان او د پنجاب په نورو ښارونو کې ۲۴ کسان وژلي.
پاکستاني رسنۍ کاږي چې د سختو ورښتونو له امله سرکونه د تالابونو ننداره وړاندې کوي، د بريښنا نظام خراب شوی او خلک له خورا ستونزو سره مخ دي.
راپورونه وايي چې د هوا ادارو د پنجاب ایالت په ۵ سیندونو کې د سختو سیلابونو وړاندیوینه کړې.
څو ورځې وړاندې په پېښور ښار کې هم سخت بارانونه وشول چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.