افغانستان

بلخ ولایت کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ درنې نښتې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د بلخ ولایت په البرز ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ سختې نښتې شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د چشمې او قرول سیمه کې په داسې حال کې کمین ونیوه چې دولتي عسکر او پولیس له دغه ځایه د کاروان په شکل عبور کاوه.

مجاهد زیاتوي چې جګړه ۹ ساعتونو ته وغزيده چې په ترڅ کې ۱۴ عسکر ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

طالب ویاند وايي چې په جګړه کې د دوی ۱ ملګری وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

بل پلو د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ آمر سمونوال عبدالرزاق ویلي چې د چمتال ولسوالۍ د البرز، چشمه ګذر او قراول په غرونو کې د طالبانو پر ضد ۳ ورځېني تصفیوي عملیات پیل کړي وو چې نن پای ته ورسېدل.

نوموړي ادعا وکړه چې په دغو عملیاتو کې ۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سمونول عبدالرزاق ویلي چې لا هم تر دې مهاله د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته.

په دغه جګړه کې د بلخ امنیه قومندان او د استخباراتو رییس هم موجود وه، طالبان وايي چې «بزدله دښمن د وارخطایي په حال کې له بهرنيو ځواکونو څخه د هوايي بمبار غوښتنه هم وکړه چې څو ځایه يي بې ځایه بمونه وغورځول» خودوی ته په کې هيڅ زیان نه دی اړولی.

بلخ ولایت چې په شمال کې نسبتاً ارام ولایت دی، په دې وروستیو کې د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دی، څو ورځې وړاندې ددغه ولایت په مرکز کې هم د ملي امنیت په کارکوونکو یوه چاودنه وشوه چې په ترڅ کې د ملي امنیت ۲ مامورین ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x