ترکی قاضي یو وکيل يې د سکانو تر ګوزارونو لاندې راوست
د ترکیي د لومړۍ جنائی محکمې یو قاضي د یوې قضيې د څيړلو په مهال یو تن وکیل د خپلو درنو سوکانو تر ګوزار لاندی راوست.
پيښه د بالکسیر ښار چې د ترکيي لويديځې لور ته پورت دی د محکمې د هال په دننه کې پيښه شوه، او دا يوه نوې پيښه ګڼل شوې چې د هيواد په تاريخ کې کله هم نه وه پيښه شوې.
نوموړی وکیل چې (مظفر زیبک) نومیږي د يوې قضيې نه د فاع په مهال کې وه چې قاضي خبرې وربندې کړې او د محکمې په هال کې د ناستو خلکو په وړاندې ورته رد بد او کنځلې وکړې او وروسته له هغې يې د سکانو ګزارونه پرې پيل کړل.
ترکي خبري اژانسونه وايي چې وکیل (زیبک) رغتون ته انتقال شوی، او د نوموړي قاضي په هکله يې رپورټ کړي او د هغه د بندی کولو او سزا ورکولو غوښتنه يې کړې.