افغانستان

د رایو تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پای ته ورسېد، پایلې به څو ورځو کې اعلان شي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د ولمسشریزو ټاکنو د دوهم پړاو د رایو شمېرنه او تفتیش بهیر په بشپړه توګه پای ته ورسېد.

د رایو د تفتیش بهیر د چنګاښ په ۲۶ مه رسما پیل شو او هره ورځ له سهار ۷ تر شپې ۸ بجو پورې د کورنیو او بهرنیو څارونکو او د دواړو ټیمونو د استازو او رسنیو تر وړاندې روان و.

د ټاکنو د کمېسیون چارواکي وايي چې د رایو د تفتیش بهیر په ۳ اونیو کې پای ته رسېده خو دغه بهیر له د دواړو ټيمونو تر منځ د نظر د اختلاف او حتی فزیکي شخړو له امله څو وار په ټپه ودرید.

د رایو د تفتیش بهیر د کورنیو او نړیوالو څارونکو او د دواړو ټاکنیزو ټیمونو تر وړاندې روان و خو د ۷۵ سلنه رایو د تفتیش وروسته عبدالله عبدالله بایکاټ وکړ او اشرف غني واک یوناما ته وسپاره. د پاتې ۲۵ سلنو رایو شمېرنه او تفتیش د ملګرو ملتونو د استازو، کورنیو او نړیوالو څارونکو او رسنیو تر وړاندې روان وه.

د ټاکنو د کمېسیون ویاند نور محمد نور وايي چې د ټولو رایو صندقونو تقریبا ۲۳زرو ته رسیږي او ددغې له جملې ۶زره صندقونونه څو ځل تفتیش او بیا وشمارل شول.

د نور په وینا د تخنیکي بهیر وروسته به ټاکنو کمېسیون وروستۍ پایلې اعلان کړي.

نوموړي په دې اړه چې تخنیکي بهیر به کله پای ته رسیږي، څه ونه ویل خو زیاته يې کړه چې په را روانو څو ورځو کې به پایلې اعلان کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر کرزي یو ځل د نوي ولسمشر د لوړې مراسم یو ځل د وږي ۱۱مه ته تمدید کړي خو وروسته یې څو ځل ګواښ وکړ چې که تر دغه ورځې نوی ولسمشر رانشي دی ارګ بې پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x